اشرف غني: که بریالی شم، واک نه وېشم

اشرف غني د انځور حقوق Reuters
Image caption اشرف غني: ''د پرېکړې کولو د دوو مرکزونو موجودیت ناممکن دی''.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماند اشرف غني احمدزي ویلي، د ملي یووالي حکومت لپاره یې د امریکا په منځګړیتوب له عبدالله عبدالله سره د لاسلیک کړې موافقې هدف دا نه دی، چې ګټونکی به له ماتې خوړونکي سره واک شریکوي.

ښاغلی احمدزي دا څرګندونې په کابل کې له ځینو بهرنیو خبریالانو سره په یوه کانفرانس کې وکړې، خو زیاته یې کړه چې له عبدالله سره یې د واک شریکولو تړون نه دی لاسلیک کړی.

نوموړي دا هم ویلي، چې ددغه تړون پربنسټ، د ټاکنو ګټونکی کس د اجرایوي شورا مشر ټاکي او هغه [اجرایوي مشر] به "د ولسمشر په امر" خپلې دندې مخته وړي.

ښاغلي احمدزي وویل: "د افغانستان اساسي قانون ولسمشریز نظام لازم بولي. ولسمشر ۲۰ مستقیم واکونه لري، او په ۲۱ نورو برخو کې هم صلاحیت لري، هرڅوک چې ولسمشر شي، ددغو صلاحیتونو له مخې به ځواب ویونکی وي".

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د تېرې جمعې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په شتون کې یو تړون لاسلیک کړی، چې دواړه خواوې یې د جزییاتو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

ښاغلي احمدزي خبریالانو ته وویل، که چېرې ولسمشر شي، ټول واک به پخپل لاس کې واخلي: "د پرېکړې کولو د دوو مرکزونو موجودیت ناممکن دی. د اجرایوي شورا د مشر دنده په بشپړه توګه پر ولسمشر پورې تړلې ده".

خو د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله د تړون تر لاسلیکولو یوه ورځ وروسته بي بي سي ته وویل، چې ولسمشر کولی شي خپل ځینې واکونه هغه اجرایوي مشر ته وسپاري، چې دوه کاله وروسته به لومړی وزیر کېږي.

ښاغلي عبدالله وویل، په لاسلیک شوي سند کې "د واک وېش" ته ځای ورکړل شوی، او دواړه نوماندان غواړي چې خپل کسان د وزارتونو پر مهمو پوستونو وګوماري.

ښاغلي احمدزي بهرنیو رسنیو ته دا هم ویلي، چې د سیاسي موافقې د تفسیر لپاره یې یوه ځانګړې ډله ټاکلې ده، چې ژر به خپل کار پیل کړي.

پر همدې مهال د ټولو رایو ارزونه لاهم روانه ده، چې د ټاکنو د کمیسیون په وینا به د رایو د باطلېدو چاره د چارشنبې پر ورځ پیل کړي.

خو دواړه غاړې د رایو د باطلېدو د معیارونو پر سر لاهم اختلاف لري.

تېره ورځ د ناټو عمومي منشي اندریس فو راسموسن ویلي وو، که چېرې د افغانستان ټاکنیزه لانجه ژر حل نه شي او نوی ولسمشر د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو موافقه لیک لاسلیک نه کړي، ښايي ناټو د روان کال تر پایه له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو د ایستلو پرېکړه وکړي.

ورته مطالب