ناټو له افغانستانه پر 'بشپړې وتنې' غور کوي

راسموسن د انځور حقوق REUTERS
Image caption راسموسن: ''وخت ډېر کم دى نو افغانان بايد د ټاکنو بهیر ژر ترژره بشپړ کړي''.

ناټو وايي "که د افغان ټاکنو ستونزه ژر هواره نه شي او نوى ولسمشر د بهرنيو ځواکونو شتون لپاره تړون لاسليک نه کړي، نو دوى به اړ شي چې له افغانستانه د بشپړې وتنې پرېکړه وکړي".

د ناټو سرمنشي، انرس فو راسموسن له رويټرز خبرې آژانس سره مرکې کې ويلي "که په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو شتون لپاره قانوني بنسټ نه وي، نو موږ به اړ شو چې د روان ميلادي کال تر پايه له دغه هېواده ووځو".

لندن کې زموږ همکار عنایت الحق یاسيني پخپل راپور کې کاږي، د ښاغلي راسموسن دا څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د برتانيا په ويلز کې د ناټو کېدونکې سرمشريزې کې به افغانستان يوه د سر موضوع وي.

د ناټو سرمنشي دا خبردارى د افغانستان د ولسمشرۍ د ناندريز ټاکنو په اړه د دواړو کانديدانو ترمنځ د امريکا په منځگړيتوب له موافقې څو ورځې وروسته ورکول کيږي.

اندرس فو راسموسن وايي "که چېرې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د پاتې کېدو لپاره قانوني بنسټ نه وي د روان ميلادي کال تر پايه له افغانستان نه د ټولو ځواکونو له رایستلو پرته به بله لاره ونه لري".

ده وويل دې لپاره به ناټو ته ژر تر ژره پلان جوړلول وي، خو ښاغلي راسموسن په دې اړه کومه نېټه ونه ښوده.

ټاکل شوې ده چې د سپتمبر پر لومړنۍ اونۍ کې به دلته برتانيا کې د ناټو سرمشريزه کيږي، له همدې امله تېره اونۍ افغانستان کې د ولسمشرۍ د سياليو کانديدانو ترمنځ د شوې موافقې د اعلان پرمهال ددې غوښتنه شوې وه چې د رايو له ارزونې سم لاسي وروسته بايد د ټاکنو نتيجه د اگست تر پايه اعلان شي، چې په دې ډول نوى ولسمشر په دې غوندې کې د خپل هېواد استازيتوب وکړي.

دا چې افغانستان ناټو لپاره دا مهال تر ټولو لوى جنگي ماموريت دى، له دې امله په دې غونډې کې په دې اړه د مهمو پرېکړو تمه کيږي.

په افغانستان کې د ناټو ددې ماموريت دوام له امريکا سره ددې هېواد امنيتي تړون پورې اړه لري، که څه هم د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو داخبره له وړاندې منلې ده چې له دې تړون سره مخالفت نه لري، خو دا چې د اگست تر پايه به افغانستان کې د اچول شوو رايو بيا ارزونه بشپړيږي او که نه؟ هم دې ناټو او افغانستان کې له نورو ښکېلو هېوادو سره په ظاهره اندېښنه پيدا کړې ده.

له همدې امله د ناټو سرمنشي له رويټرز خبري اژانس سره په دې مرکې کې په افغانانو غږ کړى چې "وخت ډېر کم دى نو افغانان بايد د ټاکنو بهیر ژر ترژره بشپړ کړي".

ده زياته کړه "نوى ولسمشر چې راځي هغه بايد له لوړې وروسته څومره ژر چې امکان ولري د بهرنيو پوځيانو د ماموريت په تړاو قانوني سند لاسليک کړي".

د امهال په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ٤٤ زره بهرني پوځيان دېره دي، په دوى کې ٣٠ زره امريکايان دي.

د امريکا ولسمشر له نژدې ١٠ زرو پرته د روان کال تر پايه د نورو ټولو د ويستلواعلان کړى او پاتې به د٢٠١٦ کال تر پايه رایستل کېږي.

داسې تمه کيږي چې د اړونده تړونونو له لاسليکېدو وروسته به د ناټو نور غړو هېوادونو ٤٠٠٠ پوځيان به هم د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره ٢٠١٤ کال نه وروسته پاتې کيږي.

Image caption د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې امریکا افغانستان کې د خپلو ځواکونو له لوري د شوې ملکي مرګژوبلې د کره او دقیقو پلټنو په برخه کې پاتې راغلې.

خو د افغان ټاکنو د رايو ارزونې د بهير په چټکتيا روانې ناباورۍ په دې اړه لوى سیوری غوړولى دى.

د ناټو د سرمنشي خبردارى ددې ښکارندويي کوي چې په دې لړ کې نړيواله ټولنه چټکۍ سره د يوۀ هواري رامنځ ته کولو ته څومره لېواله ده، خو ټولوته له دې پرته چې د راتلونکي وږي دويمې يا د اگست تر پايه انتظار وکړي بله لاره نه شته؛ ځکه چې د شوې موافقې ترمخه د افغان ټاکنو پايلې بايد تر همدې نېټې اعلان شي.

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه کړې چې د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي امریکا افغانستان کې د خپلو ځواکونو له لوري د شوې ملکي مرګژوبلې د کره او دقیقو پلټنو په برخه کې پاتې راغلې.

ورته مطالب