د پکتیکا ارګون کې د موټربم برید مخه نیول شوې

د انځور حقوق
Image caption ملي امنیت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، له چاودېدونکو توکو ډکې مازدا سره یې د شمالي وزیرستان یو شکمن کس هم نیولی.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د پکتیکا ارګون ولسوالۍ کې یې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر نیولی، چې په وینا یې د ارګون بازار کې د چوولو لپاره استول شوی و.

ملي امنیت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، له چاودېدونکو توکو ډکې مازدا سره یې د شمالي وزیرستان یو شکمن کس هم نیولی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه کس له چاودېدونکو توکو سره د پکتیکا لپاره د طالبانو د والي په لارښوونه استول شوی.

په تېره روژه میاشت کې د پکتیکا ارګون ولسوالۍ بازار کې یوه خونړي برید لسګونه کسان ووژل او ټپیان کړل.

د تېر جولای پر ۲۷ مه هم ملي امنیت اعلان کړی و، چې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر یې، چې غوښتل یې د کوچني ختر پر لومړۍ ورځ د پکتیکا ښرنې جامع جومات کې وچوول شي، نیولی.

تېره ورځ (زمری ۲۰/اګست ۱۱) د ملي امنیت ادارې ویلي وو، چې په کندهار ولایت کې یې د فراه بالابلوک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال او دوه نور ځانمرګي برید کوونکي نیولي.

ملي امنیت وايي، نیول شوي کسان څه موده مخکې کوټې ته تللي وو او غوښتل یې چې بېرته په ستنېدو فراه ولایت کې ترهګریز بریدونه وکړي.

د افغانستان څارګره اداره وايي، په هېواد کې د خونړیو بریدونو په ډېرېدو دغې ادارې له هېواده بهر نه د راتلونکو ترهګرو د څارنې او نیونې عملیات چټک کړي دي.

ورته مطالب