خلیلي ته د منسوب غږ دوسیه لویې څارنوالۍ ته وسپارل شوه

اشرف غني او عبدالله د انځور حقوق AFP
Image caption اشرف غني وایي، که ولسمشر شي واک نه شریکوي، خو عبدالله ویلي، په لاسلیک شوي سند کې "د واک وېش" ته ځای ورکړل شوی.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونوکمېسیون وايي، د ټاکنو د دارالانشاء مخکني مشر ضیاء الحق امرخېل او د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي ته د منسوبو شویو غږیزو پیغامونو په تړاو یې پلټنه پیل کړې ده.

ددغه کمېسیون ویاند نادر محسني نن خبریالانو ته وویل، په دې ارزونه کې یې د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله هم په جریان کې اچولې ده.

د عبدالله ټیم ادعا کوي، چې ګني ښاغلي خلیلي ځینو کسانو ته لارښوونه کړې چې د اشرف غني احمدزي د ټیم په ګټه له "هرې وسیلې" کار واخلي.

دوی دا پور هم لګوي، چې خلیلي خپلو پلویانو ته ویلي، چې د غني په ګټې آن که د ټاکنیز قانون خلاف ‎ کار هم وي، ترې درېغ نه شي.

خو د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر دغه دوسیه او غږ "جعلي" بللی و او ښاغلي خلیلي بیا پرې لګول شوی دغه تور "د آبرو تویول" بللي و او د چټکې پلټنې غوښتنه یې کړې وه.

اوس د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، دغه دوسیه یې د هېواد لویې څارنوالۍ ته استولې ده.

ددغه کمیسیون ویاند وویل: "موږ اړ یو چې ددغې قضیې ټاکنیز او جرمي دواړه اړخونه وارزوو. دا موضوع مو لویې څارنوالۍ ته وسپارله، چې ددې موضوع جرمي اړخ ته، چې د شکایت لیک په متن کې مطرح شوی، خپل ګامونه واخلي".

نادر محسني ښاغلي امرخېل ته د منسوب شوي غږ په اړه وویل، چې د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې برخه کې تخنیکي همکاري وکړي، خو دغه سازمان په دې اړه له همکارۍ کولو بښنه غوښتې.

ښاغلي امرخېلهغه ته منسوب شوی غږ "جعلي" بللی و.

که څه هم د درغلو رایو د باطلېدو کار نه دی پیل شوی، خو د کمیسیون چارواکي وايي، د رایو باطلولو چاره به ژر پیل کړي.

د تېرې سې شنبې په ورځ، د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ نوماند اشرف غني احمدزي ویلي، د امریکا په منځګړیتوب د ده او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي حکومت جوړولو لپاره د لاسلیک شوې تړون معنا دا نه ده، چې ګني د ټاکنو ګټونکی به له ماتې خوړونکي سره واک شریک کړي.

د انځور حقوق khalili.af
Image caption خلیلي هغه ته منسوب شوی غږ ځان ته د 'آبرو تویول' بللي.

ښاغلی احمدزي دا څرګندونې په کابل کې له ځینو بهرنیو خبریالانو سره په یوه کانفرانس کې وکړې، خو زیاته یې کړه چې له عبدالله سره یې د واک شریکولو تړون نه دی لاسلیک کړی.

نوموړي دا هم ویلي، چې ددغه تړون پربنسټ، د ټاکنو ګټونکی کس د اجرایوي شورا مشر ټاکي او هغه [اجرایوي مشر] به "د ولسمشر په امر" خپلې دندې مخته وړي.

خو د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله د تړون تر لاسلیکولو یوه ورځ وروسته بي بي سي ته وویل، چې ولسمشر کولی شي خپل ځینې واکونه هغه اجرایوي مشر ته وسپاري، چې دوه کاله وروسته به لومړی وزیر کېږي.

ورته مطالب