"هلمندي مخور د جګړې د ختمېدو منځګړتوب کوي"

Image caption وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قومندان وايي، په هلمند ولایت کې یې د جګړې پای ته رسېدو په مقصد له وسله والو طالبانو سره د قومي مشرانو په منځګړیتوب خبرې پیل کړې دي.

جنرال اسدالله شیزراد، چې هلمند ته د افغان ځواکونو د همغږي کولو لپاره تللی، ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په ګډوډولو تورنوي.

وسله والو طالبانو نژدې یوه میاشت مخکې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پراخ بریدونه پیل کړل، چې بهیر کې یې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو د سر زیانونه ولیدل. نورمحمد سعید په خپل رپوټ کې لیکي: د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قومندان جنرال اسدالله شیرزاد وايي، د هلمند ولایت په ځینو برخو کې د جګړې پای ته رسېدو په هدف یې له وسله والو طالبانو سره خبرې پيل کړې دي.

خو دا ځل د رسمي خبرو پیلولو پر ځاي قومي مشران له طالبانو سره د خبرو لپاره رابلل شوي دي.

په مرکزي ښار لشکرګاه کې له خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي شیرزاد وویل، دغه خبرې د ولایت په کچه کېږي او په وینا يې دغه مذاکرات د پاکستان د کوټې له شورا سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ځانګړو ځواکونو قومندان، چې دغه ولایت ته د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره تللی، مني، چې د ځايي امنیتي چارواکو د غفلت له کبله پر سنګین ولسوالۍ د طالبانو بریدونو پایله کې افغان امنیتي ځواکونو ته د سر زیان اوښتی او وايي، طالبانو یو څه پرمختګ کړی. د افغانستان په سویل هلمند کې چې په نسبي ډول نا امنه ولایت بلل کېږي، ځايي اوسېدونکي وايي، چې وسله وال طالبان اوس هم په دېشو، واشیرو او باغران ولسوالیو کې پیاوړی نفوذ لري.

هلمند کې د تاوتریخوالي د عواملو په اړه پوښتنې ته ځواب کې جنرال اسدالله شیرزاد د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه په دغه ولایت کې د امنیت ګډوډولو په هڅو کولو تورن کړل. طالبانو نژدې یوه نیمه میاشت مخکې په سنګین ولسوالۍ کې پراخ بریدونه پیل کړل، چې دغو بریدونو کې هم طالبانو ته او هم افغان امنیتي ځواکونو ته د سر درانه زیانونه واوښتل.

ځايي چارواکي وايي، طالبان یې له ماتې سره مخامخ کړي، خو د دغه ولایت اوسېدونکو په خبره اوس هم د دغه ولایت په موسي کلا، سنګین، نوزاد او کجکي ولسوالیو کې له هر لوري نښتې روانې دي.

ورته مطالب