د شپږ زرو صندوقونو ځانګړې ارزونه کېږي

د انځور حقوق
Image caption د ۶ زرو صندوقونو بیا شمیرنه او ارزونه به د دواړو ټیمونو په همغږۍ مخته ځي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي سر له سبا شنبې (زمری ۲۵) به د هغو ۶ زره صندوقونو ځانګړې ارزونه پیل کړي چې د دواړو ټاکنیزو ډلو برخلیک معلوموي.

دواړو ټاکنیزو ډلو درې درې زره صندوقونه د نړیوالو څارونکو په حضور کې په نښه کړي اود ارزونې بهیر ته یې چمتو کړي دي.

ټاکل شوې د ټاکنو کمیسیون سبا شنبه د دغو صندوقونو د شمیرنې او ارزونې بهیر پیل کړي. د ټاکنو کمیسیون ویاند نورمحمد نور وایي دغه صندوقونه په ځانګړي ډول ارزول کیږي او کېدای شي چې د ټاکنو پر پایلو اغېزه وکړي:

"د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغه شپږ زره صندوقونه مشخص کړي، چې باید وشمېل شي. په دې سره د چک لست شپاړسمه ماده تطبیقېږي".

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو رایو د ارزونې بهیر له څو اونیو راپدېخوا د دواړو ټاکنیزو ډلو همدارنګه د ملي او نړیوالو څارونکو په څارنه له یو لوړ لانجو سره روان دی.

خو د ټاکنو کمیسیون وایي د ارزونې د لړۍ د ګړندیتوب په موخه یې اوس مهال د کارې ډلو شمېر له دوه سوه نه ۲۶۰ ته پورته کړی او ډیر ژر به د ټولو صندوقونو برخلیک معلوم شي.

تر دې دمه ۸۸۶۷ صندوقونه ارزول شوي چې د نژدې ټولو ۲۳ زرو صندوقونو ۳۹ سلنه جوړوي.

تېره ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي و چې د روان میلادي میاشتې تر پایه به د ارزونې بهیر بای ته ورسیږي او د افغانستان نوی ولسمشر به په خپل کار پیل کړي.

له دې سره سم په هغه ګډه کمیټه کې چې د دواړو ټاکنیزو ډلو په هوکړه جوړه شوې د هرې ډلې څلوېښت کسان پکې حضور لري، د ملي یووالي حکومت په جوړښت خبرې روانې.

د ۶ زرو صندوقونو بیا شمیرنه او ارزونه به د دواړو ټیمونو په همغږۍ مخته ځي.

دا صندوقونه د هغو سیمو او ولایتونو دي چې په روڼوالي یې نیوکې او لانجې دي. داسې اټکل کیږي چې د دغو صندوقونو په بیا شمېرنې او ارزونې به د افغانستان د اوږد ټاکنیز بهیر برخلیک په ډاګه شي.

د انځور حقوق
Image caption ځینې وخت د دواړو ټیمونو د استازو او څارونکو ترمنځ لانجې هم شوې.
د انځور حقوق
Image caption تر اوسه له نژدې ټول ټال ۲۳ صندوقونو ۳۹ سلنه ارزول شوي.

ورته مطالب