پولیس د سپین بولدک امنیه قومندان وژلی

Image caption برید تر یوې لفظي شخړې وروسته شوی.

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ امنيه قوماندان ښايسته خان د هغه زوم او یو بل پوليس د خپل یوه همکار په ډزو وژل شوي.

دغه پېښه تېره شپه یوولس بجې د ولسوالۍ د پولیسو د مشر او په دغه ولسوالۍ کي د پولیسو د قرارګاه د قومندان تر منځ له لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې ده.

کندهار کې زموږ همکار مامون درانی پخپل راپور کې کاږي، د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وایي ''په دغه پېښه کي د پولیسو مشر ښايسته خان د هغه یو زوم او د ټولي د قرارګاه د قومندان ورور وژل شوي او خپله د پولیسو د قرارګاه قومندان تښتېدلي دی''.

ښاغلي مینه پال وایي چې ددوی پلټڼې ښيي چې دغه موضوع سیاسي اړخ نه لري او شخصي موضوع ده.

چارواکي وایي د ټولي د قرارګاه د مشر د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

راپورونه ښيي چې د قرارګاه قومندان (محمد رضا) او د هغه ورور چې د پولیسو په ځوابي ډزو کي وژل شوي عکاشا نومیږي.

په افغانستان کې په امنیتي ځواکونو کې د خپلمنځي وژنو پېښې یوځل بیا ډېرې شوې دي.

څو ورځې مخکې، د اروزګان مرکز ترینکوټ کې یوه پولیس خپل شپږ ملګي تر بې هوښه کولو ورسته ووژل او یو یې سخت ټپي کړ.

برید کوونکی له وسلو او مهماتو سره تښتېدلی و.

او تر هغه یوه ورځ مخکې، د کابل پوځي اکاډيمۍ کې یوه افغان سرتېري یو امریکایی لوړپوړی جنرال هارلډ ګرین په ډزو وواژه او د یوه جرمني جنرال او دوو برتانویانو په ګډون کې تر شلو ډېر نور افغان او بهرني سرتېري ټپیان کړل.

تر پېښې وروسته په ځینو امریکايي رسنیو کې د افغان پوځ د ننه د وسله والو مخالفانو د نفوذ په اړه اندېښنې ډېرې شوې.

ورته مطالب