د ۶۰۰۰ صندوقونو ځانګړې ارزونه پیل شوه

د انځور حقوق
Image caption تمه ده چې د دغو شپږ زره محلونو یا صندوقونو د رایو په شمېرلو راتلونکی ولسمشر په ډاګه شي.

د افغانستان د ټاکنو په کمیسیون د شپږ زره برخلیک ټاکونکو او تر ټولو د ډیرو جنجالي محلونو د رایو شمېر پيل شول.

نور حال له کابله د سمیع الله موسی زي په رپوټ کې:

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د کشالې د ژر پای ته رسولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې، په تخنیکي برخه کې د هغو شپږ زره صندوقونو د رایو بیا شمیر او تفتیش پيل شو چې په اړه يې تر نورو صندوقونو د درغلۍ ډېر شک کېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد وايي د دغو صندوقونو د رایو د بیا شمېرلو هدف دا دی چې د ټاکنو ګټونکی ژر معلوم شي، خو دی وايي د رایو د تفتیش عادي بهیر به هم دوام ولري.

په دغو شپږ زره صندوقونو کې چې په کې د درغلۍ په اړه ډیر اندیښنې شته شاوخوا دوه میلیونه رایې اچول شوي دي.

هغه صندوقونه چې نوماند عبد الله یې بیا پلټنه او شمېرل غواړي په ختیځو سیمو کې دي او هغه چې اشرف غني احمدزی یې پلټنه او شمېرل غواړي ځینې شمالي سیمې دي چې عبد الله په کې ډېر نفوذ لري.

په تخنیکي برخه کې د چارو د ګړندي کولو ترڅنګ په سیاسي برخه کې هم د دواړو نومانو د استازو ترمنځ خبرې دوام لري.

درې کمېټې

Image caption دلته د دواړو لوریو استازي په درې کمیټو ویشتل شوي او د سیاسي هوکړې لپاره خبرې کوي. دوی د خبرو له بهیره راضي ښکاري او راتلونکې ته هیله من دي.

دلته د دواړو لوریو استازي په درې کمیټو ویشتل شوي او د سیاسي هوکړې لپاره خبرې کوي. دوی د خبرو له بهیره راضي ښکاري او راتلونکې ته هیله من دي.

د اشرف غني احمدزي ویاند فیض الله زکي وايي دواړه لوري د ملي یووالي حکومت جوړولو ته څوګامه نېدې شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد وايي د دغو صندوقونو د رایو د بیا شمیرلو هدف دا دی چې د ټاکنو ګټونکی ژر معلوم شي

د نوماند عبد الله عبد الله ویاند فاضل سانچارکی بیا وايي که څه د ګډې اعلامیې په اړه د دواړو لوریو نظرونه بېلابېل دي، خو په ځینو برخو کې نظرونه ګډ دي او په دواړو خواوو کې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره قوي اراده شته.

له څو اونیو راهیسې تر اوسه د څه باندې ۴۱ سلنه رایې بیا شمیرل شوي او پلټل شوي دي.

د شپږ زورو صندوقونو د رایو د بیا شمیرلو په پای ته رسیدو اټکل کېږي چې دغه بهیر به په ټاکلې موده یانې د روانې میلادي میاشتې له پای ته رسېدو وړاندې، بشپړ شي او د افغانستان نوی ولسمشر وټاکل شي.

ورته مطالب