غزني کې اوه ماین پاکان خوشي شول

د انځور حقوق HALOTrust
Image caption طالبانو د ماین پاکانو د تښتولو په اړه هېڅ نه دي ویلي.

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ددې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې له ۱۱ تښتول شویو ماین پاکانو اوه کسان یې خوشي شوي او د نورو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

د غرني مرستیال والي محمد علي احمدي بي بي سي ته وویل، د پاتې څلورو کسانو د خوشي کېدو په اړه هم هڅې روانې دي:

''زموږ د مالوماتو له مخې، اوه کسان خوشي شوي او څلور لاهم له مخالفینو سره دي، چې د خوشي کېدو په اړه یې خبرې روانې دي او شاید ژر هغوی هم خوشي شي''.

نوموړی وايي، د ځینو لویو لارو پر سر سیمه کې ځینې نفوذ لرونکي او د سولې د عالي شورا کسان شته، چې له هغوی سره اړیکي لري، کله چې څوک وتښتول شوي، دوی هلته مالومات لري.

نوموړی وايي، د دغو ماین پاکانو د خوشي کولو په قضیه کې هم دغو کسانو همکاري وکړه.

که څه هم د غزني چارواکو د ماین پاکانو د تښتولو پړه نېغ په نېغه پر طالبانو واچوله، خو تر دې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې، د غرني د والي ویاند شفیق ننګ ساپي بي بي سي ته ویلي وو، دغه ماین پاکان د تېرې جمعې په ورځ ۱۱ بجې له کندهاره په ۳۰۳ موټر کې کابل ته روان وو چې د اندړو ولسوالۍ په ملانو بابا سیمه کې ''طالبانو '' له موټره ښکته کړي او نامالوم لوري ته یې وړي دي.

خو تر اوسه طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ساپی وايي، هڅې یې روانې دي، چې د تښتول شویو کسانو د تښتول کېدو لوری مالوم کړي.

نوموړی وايي، د ماین پاکانو د خلاصون او ژغورنې لپاره یې له قومي مشرانو هم مرسته غوښتې ده.

اندړو ولسوالي په غزني کې تر ټولو ناامنه سیمه ده، چې وړاندې د کندهار پوهنتون ٣٥ استادان او محصلين پکې طالبانو تښتولي وو، خو د دويم پړاو ټاکنو له ترسره کېدو څو ورځې وروسته يې راخوشي کړل.

سور صلیب

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې په لوېدیځ هرات ولایت کې یې پنځه سیمه ییز کارکوونکي د ناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوي چې اوس یې د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په لوېدیځ هرات ولایت کې د خپلو پنځو سیمه ییزو کارکوونکو د تښتول کېدو خبر ورکړی.

دغه اداره وايي، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې پنځه کارکوونکي د ناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوي، چې اوس یې دوی د ژغورلو او بېرته خوشي کولو هڅې کوي.

څو ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د هلو ټرسټ مؤسسې ځینې کارکوونکي هم تښتول شوي وو.

Image caption د افغانستان د سره صلیب کمېټې ویلي، د تښتول شویو کسانو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

سور صلیب وايي، کارکوونکي یې هغه مهال وتښتول شول، چې په وسله والو نښتو کې یې له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې کولو هوډ درلود.

د افغانستان د سره صلیب کمېټې ویلي، د تښتول شویو کسانو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

تېره میاشت د "هلو ټرسټ" په نامه د ماین پاکۍ د یوې مؤسسې ځینې کارکوونکي وسله والو په هرات کې تښتولي وو، چې د پولیسو په مټ بېرته خوشي شول، خو وسله والو شپږ ماین پاکان ووژل.

د ماین پاکۍ دغه کارکوونکي هغه مهال تښتول شوي وو، چې پښتون زرغون ولسوالس کې خپل کار ته تلل.

د ماین پاکۍ مؤسسې له ډېر وخت راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي، خو تېر کال په جلال اباد کې د افغانستان د سره صلیب پر دفتر تر برید وروسته دغې ادارې خپل فعالیت د لنډ وخت لپاره ځنډولی و.

خو په وروستیو کلونو کې د دغو مؤسسې پر کارکوونکو د وسله والو بریدونه ډېر شوي، چې ډېر کله یې کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

په وروستیو کې د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت ناامنه شوی، چې د ناامنیو په تازه پېښه کې د روان اګست پر پنځمه څلور ولسي وګړي د بهرنیو ځواکونو په یوه برید کې ووژل شول.

تر برید وروسته سلګونو کلیوالو اعتراض وکړ.

ورته مطالب