زابل کې ترافیکي پېښې د شپږو وګړو ژوند اخیستی

د انځور حقوق
Image caption د چلوونکو نه پاملرنه او د سړک خرابوالی په لویو لارو کې د پیښو اصلي لامل ګڼل کیږي

د کندهار – کابل پر لويه لاره د زابل ولايت اړوند سيمه کې په یوه ترافيکي پيښې کې لږ ترلږه شپږ کسه وژل شوي چې په وژل شو کسانو کې پنځه میرمنې شاملې دي او نژدې ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه پيښه نن تر غرمې مخکې يوولس بجې د زابل د ښار صفا ولسوالۍ د هزاره تک په سيمه کې د مازدا او ټونس موټرونو د مخامخ ټکر له امله رامنځ ته شوې ده .

د ښارصفا ولسوال عبدالخالق ايوبي وايي، چې په پيښه کې د پنځو میرمنو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ۱۷ تنه ټپيان دي.

که څه هم د دغې پیښې د رامنځته کیدو په اړه لاهم څه نه دي ویل شوي خو ډیری وخت د چلوونکو نه پاملرنه او د سړک خرابوالی د پیښو اصلي لامل ګڼل کیږي.

کابل

په پلازمېنه کابل کې ناپېژاندو وسلوالو د يوه خصوصي شرکت مشر په ډزو وژلی دی.

پوليس وايي دغه پېښه د کابل ښار د قلعه فتح الله په څلورم سړک کې نن سهار شاوخوا لس بجې شوې ده.

تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه او نه هم د وژل شوي کس په اړه ډېر جزييات ور کړای شوي.

د کابل پوليسو وياند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وويل د خصوصي شرکت مشر لومړی د بريدګرو په ډزو ټپي شوی، خو روغتون ته د لېږدېدو پر مهال يې ساه ورکړې ده.

دی وايي، بريد کوونکي تښتېدلي او پوليسو د پېښې پلټنه پيل کړې ده. د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي چې نن یې (اګست ۱۸) په کابل کې درې ترهګریزې شبکې نیولې. اعلامیه وايي د دغې شبکې په نیولو سره یې یو شمېر ترهګریز توکې او د دوی په وینا ۵ ترهګر هم نیولي دي

هلمند

له بلې خوا پرون (اګست ۱۸) هلمند ولایت کې چاودنې د دوو کوچنیانو په ګډون څلور تنه ووژل .

د هلمند چارواکو ویلي وو، چې په دغه ولایت کې د ماین یوې چاودنې لږترلږه څلورتنه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

ددغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک وایي، چاودنه د سنګین ولسوالۍ د حیدرآباد په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ولسي وګړو موټر د سړک غاړې پر ماین برابر شو.

د ځواک په خبره چې په وژل شویو کې دوه کوچنیان او دوه د پاخه عمر نارینه او په ټپیانو کې دری میرمنې او دوه نارینه شامل دي.

د راپورونو له مخي د پیښې په قربانیانو کې د شمس الله صحرایي چې یو قومي مشر دی د کورنۍ اووه غړي شامل دي.

سنګین د هلمند شمالي ولسوالۍ ده چې د تیرو دوو میاشتو په ترڅ کې د وسلوالو طالبانواو حکومتي ځواکونو تر منځ د درنو نښتو شاهده وه.

افغان چارواکې وایي، چې د دغې ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې دوسلوالو له خوا ماینونه ځای پرځای شوي چې په وینا یې د دغو ماینونو ډیری قربانیان ولسي وګړي دي.

ورته مطالب