د ټاکنو کمېسیون: شاوخوا نیمایي رايې ارزول شوې

Image caption ۱۱ زره ۱۳۳ د رایو صندوقونه ارزول شوي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دویم پړاو د ټاکنو رايي شاوخوا نیمايي ارزول شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند نور محمد نور په خبري غونډه کې وویل، د رایو د ارزولو له پیل نه تر اوسه ۱۱۱۳۳ صندوقونه ارزول شوي، چې د ټولو رايو ۴۸،۷ سلنه کېږي.

کمېسیون د رایو ارزونه په دوه ډوله کوي یو د رایو عادي ارزول دي چې یوه یوه رایه به ارزوي او بل د ۶۰۰۰ صندقونو بیا شمېرل دي چې په لومړۍ ارزونه کې د تر شک لاندې رایو په عنوان بېلې شوې دي.

ښاغلي نور وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۶۱۳ کارکوونکي د رایو په ارزونه بوخت دي. له دې ډلې نه ۴۸۴ کارکوونکي د رایو د عادي ارزونې په برخه کې بوخت دي او ۱۲۹ کارکوونکي د رایو ځانګړې ارزونې ته ګومارل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، چې کارکوونکي به هره ورځ د رایو ارزونې ته دوام ورکوي او د رخصتيو ورځو کې به هم دوی رخصت نه وي.

اوسمهال له زرو ډېر څارونکي چې ۱۶۷ یې نړیوال دي او له ۶۰۰ نه ډېر د دواړو نوماندانو استازي دي د رایو پر ارزونه نظارت کوي.

د ټولو رايو له سره شمېرل د هغې موافقې پايله ده، چې د جولای مياشتې په دويمه اوونۍ کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په منځګړتوب د اشرغني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ وشوه.

د دويم پړاو ټاکنو د ارزونې او بيا شمېرنې بهير تر اوسه د دواړو نوماندانو له لوري د پاکو او ناپاکو رايو د باطلېدو پر سر د موافقې د نه شتون له امله څو ځله ځنډېدلی دی.

افغانستان باید د ولسمشرۍ د لوړې مراسم د روانې میاشتې په لومړیو کې د (اګست، دویمه) ترسره کړي وای خو د ټاکنو په جنجالي کیدو سره ملګرو ملتونو د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي نه وغوښتل چې د سپتمبر تر لومړۍ نېټې يې وځنډي تر څو نوی ولسمشر معرفي شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، له دې وروسته نور نه شي کولی چې د ولسمشر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي او باید د ټاکنو برخلیک څرګند شي.

ورته مطالب