نوی سینګار: له خالوهنې تر بڼو کینولو

د انځور حقوق raha
Image caption خالوهنې او دایمي سینګار په څیر د سینګار نوي ډولونه رواج شوي دي

د ناوې سینګار او ځانګړي کریم، فانتزي رنګونه، هایلایت، آفلایت، لولایت، ‌قیچي، پیتاژ، تاتو، د ویښتانو اکستنشن ، د بڼواکستنشن ، ‌د نوکانو کېښودل، مانیکور، پدی‌کور، ‌پیلینگ و اپیلاسیون. دا د سینګار دې بېلابېلو برخو هغه نومونه دي چې لا تر اوسه افغانان ورسره سم بلد نه دي. خو افغان مېرمنې په سینګارتونو کې ترې کار اخلي.

د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د مېرمنو لپاره سینګارتونونو بازار ګرم دی او د وروځو کېښودل د خالوهنې په ذریعه (تاتو) او دایمي سینګار په څیر د سینګار نوي ډولونه رواج شوي دي.

د سینګارتونو شمېر هم زیات شوی او د دغه نوي ډول سینګار بازار تر پخوا ډیر ښه شوی دی.

د سینګارتونو شمېر او دغو سینګارتونو ته د ورتلونکو مېرمنو شمېر هم زیات شوی دی.

په دغو سینګارتونو کې د ورځې له موډ سره د مېرنو لپاره د سنګار خدمتونه وړاندې کېږي.

په کابل ښار کې د یوه سینګارتون مسؤوله حدیث یوسفي وايي، د نوي ماډل سینګار مینه والې ډیرې دي،"زموږ مراجعین په ځانګړې توګه په دې وروستیو ورځو کې ډیر دي، د دې لپاره چې د مېرمنو وخت ضایع نه شي او سینګار یې هم په سمه او بشپړه توګه وشي نو ټولې مېرمنې او په ځانګړي ډول ناوې ګانې باید له راتګ وړاندې وخت ونیسي".

هغه وايي، داسې ورځې هم راځي چې د دې سینګارتون ته له ۵۰ زیاتې مېرمنې د سینګار لپاره ورځي.

په کابل کې په نوې بڼه سینګار کول ارزانه هم نه دي، د سینګارونو په نویو ډولونو کې یو ډول سینګار دی چې تاتو (د وروځو کېښودل د خالوهنې په ذریعه) یې بولي، د دغه ډول سینګار بیه لږ تر لږه ۱۰۰امریکايي ډالره ده.

د یوه بل سینګار تون مسؤوله حکیمه جعفر وايي، مراجعین یې ښه سینګار غواړي او د بیې دومره پروانه کوي،"موږ هڅه کوو کار مو په ښه بڼه تر سره شي. تر کومه ځایه مو چې وس رسیږي د خپلو مراجعینو غوښتنې په پام کې نیسو، خو معمولا زموږ مراجعین ښه سینګار غواړي او د بیې په اړه یې دومره څه نه وايي آن تر دې چې هغوی ډیرې پیسې هم ورکوي خو ښه سینګار غواړي".

خو آیا د خالوهنې په ذریعه د وروځو کېښودل د مېرمنو روغتیا ته زیان هم رسولای شي.

د انځور حقوق raha
Image caption د خالوهنې په ذریعه د وریځو کیښودل د مېرمنو روغتیا ته زیان لري

همدا پوښتنه مو د جلدي ناروغیو له متخصص ډاکټر عارف عابد نه وکړه. هغه وايي، دا ډول سینګار خطرناکې ناروغۍ لیږدولای شي."که لازم احتیاط ونه شي کیدای شي جلدي حساسیت رامنځته کړي. که د خالوهنې په ذریعه د وروځو د کېښودلو پر مهال لازم روغتیايي تدابیر په پام کې ونه نیول شي کیدای شي د خطرناکو ویروسي او بکتریايي ناروغیو د انتقال سبب شي".

د افغانستان د سینګارتونو د ټولنې چارواکي وایي، همدا اوس یواځې په کابل کې له ۲۰۰۰ زیات سینګارتونونه فعالیت کوي او یواځې په تیرو شاوخوا شپږ کلونو کې د دغې ټولنې له روزنیزه مرکزه د سینګار په برخه کې څه باندې ۱۵۰۰ میرمنو روزنه تر لاسه کړې ده.

ورته مطالب