د کاندیدانو د استازو د ګډې جرګګۍ چارې پای ته رسیدلي

د انځور حقوق
Image caption د ټولو رایو ۴۸ سلنه ارزول شوې

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو کاندیدانو استازي وايي، چې د دواړو غاړو د جوړې شوې ګډې جرګګۍ چارې چې د ملي یوالي د حکومت د جوړولو لپاره پیل شوې وې پای ته رسیدلې دي.

خو هغوی دا هم وايي، چې د اجرایوي څوکۍ د واکونو او اپوزیسون پر سر د دوی تر منځ یو لړ اختلافونه پخپل ځای پاتې دي چې په وینا یې دغه جرړه به د دوی مشران هواره کړي.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچی په دې اړه خپل رپوټ کې لیکي: که څه هم چې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د رایو بیا شمېرنه ډیره پڅه او مټه روانه ده، خو د دواړو خواو استازي وايي، چې د دوی د سیاسي جرګګیو په چارو کې د دوو برخو پرته په نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی.

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې ویاند فیض الله ذکي وايي چې ډیر ژر به د درې ګونو جرګګیو چارې بشپړې شي.

که څه هم چې ښاغلی ذکي د هغو اختلافي ټکو په څنګ تیر شو چې د دواړو غاړو تر منځ پاتې دي خو د شویو پرمختګونو په اړه یې ډاډ څرګند کړ، بله غاړه د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې استازی فضل الرحمن اوریا پر اختلافي برخو داسې رڼا واچوله،" سره له دې چې په نورو ډګرونو کې کار پای ته رسیدلی اما د اجرايي پوست صلاحیتونو به هکله او د اپوزیسیون په هکله ځینې ستونزې پاتې دي او دغه ستونزې پرې ښودل شوې د دواړو ټیمونو مشرانو ته چې دوی پرې وغږيږي او حل یې کړي".

دا رنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې د ټولو رایو نیمايي برخه یې بیا شمیرلې او د کمیسیون د ویاند په وینا چې تر اوسه یې یوولس زره صندوقونه بیا شمېرلي چې دغه څه د ټولو کارول شویو رایو ۴۸ سلنه جوړوي .

په همدې حال کې د بریتانیې د ویلز په ښار کې د ناټو د سرمشریزې لپاره څه نا څه درې اونۍ پاتې دي، داسې ویل کیږي چې په دغې غونډه کې به د اوسني ولسمشر حامد کرزي تر څنګ اشرف غني احمد زی او عبدالله عبدالله هم برخه واخلي.

ورته مطالب