۸ میلیونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي

د انځور حقوق Getty
Image caption ډبلیو ایف پي اداره له ۵۰ کالو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي

نن هغه کسان د اتلانو په څیر لمانځل کیږي چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله یې د بې ځایه شویو کسانو سره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې.

د اګست نوولسمه نیټه برابره ده د بشر پالنې له ورځې سره.

د نړۍ د خوراکي پروګرام ډبلیو،ایف، پي کارکونکي هم هغه خلک دي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په شاوخوا سلو هېوادونو کې پر اړمنوخلکو خوراکي توکي وېشي، دغه اداره د پنځوسو کالو را په دې خوا په افغانستان کې فعالیت کوي چې په دغه هېواد کې د شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې خلک نړیوالو مرستو ته اړمن دي.

محمود کوچي په خپل رپوټ کې لیږي: عبدالجبار د خپلې اصلي مېنې هغه بې ځایه شوی کډوال دی چې د ژمي په سړو سیلیو کې یې د خوراکي توکو په مرسته ماشومان د مرګ له کومې ژغورل شویدي، هغه وايي، کله چې شپږ کاله وړاندې د هلمند ولایت د کجکي په ولسوالۍ کې د جګړې اورونه بل شوه، هغه او کورنۍ یې اړ وتل چې پلازمېنې کابل ته مخه کړي، هغه اوس په هغې کیږدۍ کې د خپلې کورنۍ سره شپې ورځې تیروي چې د کابل په لویدیځو څنډو کې یې درولې ده، عبدالجبار وايي، کله یې چې نوې خپله کورنۍ کابل ته راوسته، که له دوی سره د مرستندویه ټولنو او ولسي خلکو مرستې نه وای، نو د یوې ورځې د ژوند تیرول هم ورته ګرانه خبره وه.

په افغانستان کې روانو جګړو چې له شاوخوا څلورو لسیزو را په دې خوا دوام لري نژدې اته میلیونه اوسیدونکي یې له لوږې او بیوزلۍ سره لاس او ګریوان دي.

د نړۍ د خوراک پروګرام یا ډبلیو،ایف،پي چې په ټوله نړۍ کې د لوږې او بیوزلۍ سره مبارزه کوي په افغانستان کې یې هم تر اوسه هڅې روانې دي د دغې ادارې کارکونکی محمد همایون حارث چې له شاوخوا شلو کالو راهیسې د همدغې ادارې سره کارکوی وايي، چې د بیوزلو افغانانو سره یې د جګړو په ډیرو بدو حالاتو کې مرستې ته دانګلی دي. ملګري ملتونه وايي، افغانستان ، سویلي سودان او سوریه هغه هېوادونه دي چې هر کال په کې تر سلو زیات مرستندویان وژل کیږي، په افغانستان کې هم ډیر ځله د خوراکي مرستو کاروانونه تر بریدونو لاندې راځي، خو د ډبلیو ایف پي چارواکي وايي، چې هیڅکله هم دوی نیغ په نیغه د وسله والو ډلو له خوا تر بریدونو لاندې نه دي راغلي، د دغې ادارې یو بل کارکونکی لیاقت علي وايي، چې په اوه لسو کالو کې یې پر اړمنو د مرستو له ویش نه خوشاله دی، خو وايي، چې د ډیرو نورو سره یې مرستې نه شوای کولای نو د ده لپاره خواشینونکي خبره وه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګري ملتونه وايي، افغانستان ، سویلي سودان او سوریه هغه هېوادونه دي چې هر کال پکې تر ۱۰۰زیات مرستندویان وژل کیږي

د هغې ارزونې او سر شمیرنې له مخې چې د افغانستان د مرکزي احصایې او د نړۍ خوراکي پروګرام له خوا تر سره شوې دا مالومه شوې چې په دغه هېواد کې تر اته ملیونه خلک له لوږې او بیوزلۍ سره مخامخ دي، خو داسې هم ویل کیږي چې ښايي د بیوزلو او اړمنو کسانو شمېر تر دې هم زیات وي.

په کابل کې د نړیوال خوراکي پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي، هوډمن دي چې د افغانانو سره تر هغه مهاله مرستې وکړي چې دوی ورته اړتیا لري.

خو ګڼ افغانان په دې باور دي چې تر ډیره افغانستان سره مرسته شوي توکي تالا ترغۍ شوې او یو شمېر خلکو خپلو جیبونو ته اچولې دي.

ورته مطالب