'د افغان ځواکونو ښه سمبالښت ۶ میلیارد ډالر غواړي'

د انځور حقوق
Image caption د افغان امنیتي ځواکونو شمېر له ۲۲۰ زرو نه ۳۵۰ زرو ته لوړ شوی.

د افغانستان حکومت لوړپوړي امنیتي او مالي چارواکي او همدا رنګه د یو شمیر نورو هیوادونو سفیران په کابل کې سره جرګه شوي و چې د افغان امنیتي ځواکونو نوې اړتیاوې وڅیړي . د دغې ناستې موخه د ناټو په مشرۍ هغې غونډې ته تیاری نیول دي چې په راتلونکې سپټمبر ‎په پیل کې د افغانستان لپاره په بریتانیا کې جوړیږي.

افغان چارواکي د ناټو په سرمشریزه کې تر ګډون کولو مخکې د خپلو غوښتنو په موخه د هغو هېوادونو له سفیرانو سره د همغږۍ غوښتونکي دي، چې له افغانستان سره مرسته کوي.

یوه غوښتنه چې د افغان چارواکو له خوا شریکه شوې دا ده، چې د افغان ځواکونو لپاره باید د نړیوالې ټولنې له خوا چمتو کېدونکې بودیجه ډیره شي.

په پام کې ده، چې د ناټو په مشرۍ غونډه د راتلونکي سپتمبر په لومړیو کې برتانیا کې جوړه شي، چې افغانستان به یې د سر سر له موضوع ګانو څخه وي.

افغان چارواکي وايي، دوه کاله وړاندې په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزه کې د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه بسنه نه کوي.

افغان هوايي ځواکونه

دوه نیم کاله وړاندې افغان ځواکونو ته ۴،۱ میلیارده ډالر ځانګړي شوي وو.

اوس مهال افغان حکومت د خپلو ځواکونو لپاره د ډیرو پیسو غوښتنه کوي، چې د چارواکو په وینا د افغان امنیتي ځواکونو شمېر له ۲۲۰ زرو نه ۳۵۰ زرو ته لوړ شوی.

د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخیلوال وایي، هغه کلنۍ بودیجه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ځانګړې شوې بسنه نه کوي او دغه بودیجه باید پنځه نیم یا شپږو میلیاردو ډالرو ته پورته شي.

ښاغلي زاخیلوال وویل، د ناټو په سرمشریزه کې د دوی یوه غوښتنه دا ده چې د افغان هوايي ځواکونو د تجهیزاتو او د امنیتي ځواکونو ودانیو نیمګړي کارونه بشپړېدو ته سلګونه میلیونه ډالرو غواړي.

نوموړي هیله وښوده چې د ڼاتو په مشرۍ غونډه کې به د دوی دا غوښتنې ومنل شي.

Image caption عمر زاخېلوال وايي، د افغان امنیتي ځواکونو نیمګړې ودانۍ بشپړېدو ته سلګونه میلیونه ډالر پکار دي.

که څه هم ښاغلي زاخیلوال د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون کوونکي افغان چارواکي نوم وانخیست، خو وویل د افغانستان په استازولۍ به ارومرو یوڅوک ورځي.

په داسې حال کې چې ولسمشر حامد کرزي ویلي د روانې میلادي میاشتې تر پایه باید د ټاکنو پایلې اعلان شي او افغانستان به د یوه نوي ولسمشر په درلودلو سره د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي، خو ټاکنیزې لانجې لا هم هماغسې اوږدې پاتې او د ځینو په وینا د دغې غونډې تر پیلېدو پورې به د ټاکنو بهیر پای ته ونه رسیږي.

په ورته وخت کې د ناټو ځواکونو مشر اندرس فو راسموسن ویلي و که د افغانستان د ټاکنو پایلې په ډاګه شي او نوی ولسمشر له دوی سره امنیتي هوکړه لیک لاسلیک نه کړي، نو دوی به د ناټو په مشرۍ غونډه کې د خپلو ټولو ځواکونو پر ایستلو په دغه غونډه کې خبرې وکړي.

ورته مطالب