افغان پولیس هلمند کې خپل پنځه همکاران وژلي

د انځور حقوق
Image caption افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو به وړاندې د خپلو همکارانو له خوا بریدونه جدي ګواښ ګڼل کېږي

د افغانستان هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یوه افغان پولیس خپل پنځه همکاران لومړی مسموم کړي بیا يې وژلي دي.

په هلمند کې یوه پولیس چارواکي اعلان وکړ چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پنځه پولیس د خپل یوه افغان همکار له خوا لومړی مسموم او بیا وژل شوي دي.

نومړي چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي بي بي سي ته وویل، تیره شپه یوه پولیس چې له مخالفې ډلې سره یې تلیفوني اړیکې درلودې خپل پنځه افغان همکاران یې چې څلور سرتیري او یو ضابط و لومړی یې په ډوډ ۍ کې ورته زهر اچولي وو او بیا وروسته یې وژلي وو.

د پولیسو دغه چارواکي وویل، چې برید کوونکي پولیس د خپلو همکارانو وسلې هم له ځان سره وړې دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک هم د پنځو پولیسو د وژلو خبر تایید کړ او بي بي سي ته یې وویل، د دغې وژنې په اړه څېړنه روانه ده، او پای ته له رسېدو سره به د دغې وژنې په اړه معلومات خپاره شي.

په اورزګان ولایت کې چارواکو د زمري په ۱۵ اعلان وکړ چې د دغه ولایت په ترینکوټ ولسوالۍ کې یوه پولیس د برید په ترڅ کې خپل اووه همکاران لومړی مسموم او وروسته یې شپږ تنه د ډزو په وسیله ووژل او یو کس یې زخمي کړ.

د زمري په ۱۴ مه د افغانستان په نظامي پوهنتون کې یوه افغان سرتیري یو امریکایی جنرال وواژه او ۱۵ تنه نور یې ټپیان کړل.

جنرال هارلډ ګرین د طالبانو له ماتې وروسته لومړی لوړ پوړي امریکايي پوځي جنرال و چې ووژل شو.

ورته مطالب