حامد کرزي پر وخت د واک د لېږد ټینګار کړی

د انځور حقوق ARG
Image caption حامد کرزي له دواړو نوماندانو د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ژر ترسره کېدو کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ له دواړو کانددانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو د نېټې په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، دغه کتنهه د یکشنبې په ورځ (وږی ۲) په ارګ کې ترسره شوه او له کاندیدانو د ولسمشر غوښتنه دا وه، چې د رایو ارزونې د لړۍ په چټکتیا کې همکاري وکړي چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته لاره لنډه شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، د نوي ولسمشر د لوړې مراسم باید په څه کمو راتلونکو لسو ورځو کې ترسره شي.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی، چې ټاکل شوې نېټه د غځېدو نه ده اوړ د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته ټول چمتووالی نیول شوی دی.

که څه هم د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته د روان اګست میاشتې لومړۍ ورځې ټاکل شوې وې، خو دا نېټه یوه میاشت وغځېده او د راتلونکي سپتمبر پر دویمه (وږي ۱۱) به ترسره کېږي.

کرزي دا څرګندونې تېره شپه په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مشر یان کوبیش سره په کتنه کې کړې دي.

ښاغلي کوبیش هم د ټاکنو له کمیسیون نه د رایو د رازونې چټک کول غوښتي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو له مهالوېش سره سم، په پام کې وه، چې حامد کرزی د اګست په لومړیو کې نوي ولسمشر ته واک وسپاري، خو د ټاکنیزو لانجو له کبله د ټولو رایو بیا ارزونه پیل شوه، چې د لوړې مراسم هم یوه میاشت ورسره وځنډول شول.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

وړاندې هم ولسمشر کرزي پر وخت د واک د سپارلو ټینګار کړ، چې د ملګرو ملتونو، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د ولسمشرۍ د نوماندانو په غوښتنې کرزی یوه میاشت نور په واک کې پاتې کېدو ته حاضر شو.

د افغانستان د ولسمشرۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ له دفتره په خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي وو، چې کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهام له کرزي سره کتلي او دا خبره پکې څېړل شوې وه، چې په ټاکنو کې د ملګرو ملتونو ښکېل سازمان دې د رایو د ارزونې بهیر چټک کولو غوښتنه وکړي او پر وخت دې نوی ولسمشر لوړه وکړي.

حامد کرزي ویلي وو: "د افغانستان د ټاکنو بیا ارزونې بهیر د هېواد په اقتصادي او امنیتي وضعیت ناوړه اغېز کړی، او د سپتمبر دویمه ټاکل شوې نېټه په هېڅ ډول د غځېدو وړ نه ده".

د ناټو غونډه

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې یوه ویاند حمیدالله فاروقي بي بي سي ته وویل چې د بریتانیا په ویلز کې د ناټو غونډې ته د افغان استازي استول هم د خبرو اترو یوه موضوع وه.

ښاغلي فاروقي هیله وښوده چې نوی ولسمشر به د ویلز غونډې ته ورشي.

Image caption له دې ټولګې د ۳۰۰۰ صندوقونو د ارزونې غوښتنه اشرف غني احمدزي اود ۳۰۰۰ نورو عبدالله عبدالله کړې وه.

ولسمشرۍ ماڼۍ او د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې هم د ننیو خبرو پخلی کړی دی.

د ناستې بله موضوع د رایو د ارزولو بهیر ته چټکتیا بښل وو، په څرکنده ښکېلو غاړو هوکړه کړې چې د رای ارزونې بهیر باید چټک شي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون هم ویلي دي چې په ټوله کې د څه باندې ۷۰ سلنه رایو بیا ارزونه شوې ده.

تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون څه باندې ۷۰ سلنه رایې بیا ارزولي، چې په څرګنده ددواړو نوماندانو په رایو کې لږ توپیر جوت شوی دی.

اړوند چارواکي وايي چې د ارزونې عادي بهیر تر سبا (دوشنبې) پای ته رسیږي، چې ورسره به د هغو ۶۰۰۰ زرومشکوکو صندوقونو بیا ارزونه چټکه شي چې د ځانګړې ارزونې غوښتنه یې شوې وه.

له دې ټولګې د ۳۰۰۰ صندوقونو د ارزونې غوښتنه اشرف غني احمدزي اود ۳۰۰۰ نورو عبدالله عبدالله کړې وه.

تر اوسه روښانه نه ده، چې ایا دېرش سلنه نا ارزول شوې رایې، چې تر ټولو ډېرې لانجمنې ګڼل کېږي، په راتلونکو ورځو کې وارزول شي او که نه.

د انځور حقوق
Image caption حامد کرزي ویلي، د سپتمبر تر دویمې وروسته په ارګ کې کار کولو ته چمتو نه دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر له دواړو نوماندانو او ملاتړو پر خپلو ژمنو د درېدو غوښتنه کړې او هره هغه پایله چې تر رایو ارزولو وروسته اعلانېږي، ومني.

د تېرې شنبې پر ورځ د دواړو نوماندانو ټاکنیزو ډلو ویلي وو، چې امریکايي ولسمشر بارک اوباما له دواړو نوماندانو (اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله) سره په تیلېفوني خبرو کې د ټاکنیز سیاسي او تخنیکي بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب