د کندوز له دوو ولسوالیو د طالبانو د ایستلو ادعا

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندوز سیمه ییز چارواکي او مشران وايي، د خلکو په همکارۍ او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې یې دوې ولسوالۍ، خان اباد او چاردره بېرته له طالبانو نیولې دي.

دغه ولسوالۍ څو ورځې مخکې طالبانو نیولې وې.

د کندوز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني بي بي سي ته وویل، خان اباد او چادره ولسوالۍ څو ورځې مخکې د جګړو شاهدانې وې، چې اوس یې په وینا د طالبانو له شتون نه پاکې کړې دي.

نوموړی وايي، د خان اباد ولسوالۍ خلکو ملي پاڅون وکړ او طالبان یې له دې ولسوالۍ وایستل، خو په نښتو کې نژدې ۱۰ وسله وال ووژل شول:

"اوس طالبان ددغه ولایت لیرو سیمو ته تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه پسې دي".

دی زیاتوي چې په دې څلور ورځنۍ نښته کې د طالبانو تر شلو ډېر غړي وژل شوي.

د پولیسو دغه ویاند زیاتوي، له چاردرې بې ځایه شوي ولسي وګړي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

ولسي وګړو منلې، چې د طالبانو د شړلو لپاره یې له حکومتي ځواکونو سره همکاري کړې ده، خو لاهم د چاردرې ولسوالۍ ځینې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

د چاردرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فضل من الله بي بي سي ته وویل، اوه ورځې مخکې د غروی قشقلاق په نامه سیمه طالبانو ونیوه، چې تر اوسه یې په لاس کې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption طالبانو د کندوز چاردرې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د برید شاته تمبولو ادعا کړې.

دی وايي، چې اوس له طالبانو سره د اوو سیمو کنټرول دی.

په خان اباد کې د سیمه ییز پاڅون یوه مشر محمد عمر هم منلې ده، چې د امنیتي ځواکونو په ملتیا یې له ولسوالۍ نه طالبان شاته کړي دي.

دی وايي، په دې ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې دوه پاڅون کوونکي او د طالبانو ۱۴ جنګیالي وژل شوي دي.

تېره ورځ د کندوز ولایت غلام سخي بغلاني ویلي وو، په دې ولایت کې د طالبانو فعالیتونه کم شوي، چې په وینا یې اوس د کندوز امنیت ته لوی ګواښ نه شته.

څو ورځې مخکې نوموړي بي بي سي ته ویلي وو، چې د کندوز طالبانو په لیکو کې د ګاونډي تاجکستان اورپکي هم جنګېږي.

طالبان

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استولل شوې اعلامیه کې ادعا کړې، چې د کندوز چاردرې ولسوالۍ په نښته کې ۲۱ عسکر او دوه طالبان وژل شوي.

ورته مطالب