د آمو بهاند سیند، څنګ ته یې د اندخوی تږي وګړي

د انځور حقوق b
Image caption اندخوی کې یوه بوشکه خوږې اوبه تر ۵۰ افغانیو پورې په بیه اخیستل کېږي

دافغانستان د شمال فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې لسگونه زره کسان د څښاک اوبو له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

دا مهال د اندخوی، قرمقل، خان چارباغ او قرغان ولسوالیو کې خلک د څښاک اوبه په بیه اخلي.

د اندخوی ولسوال سلیمان محمد سنجرله بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دغلته ۲۰۰ زره کسان ژوند کوي چې یوازې یوه کمه برخه یې خوږو اوبو ته لاسرسی لري.

ښاغلی سنجر وایي، چې چې نلونه د لارې په اوږدو کې چاودلي دي او د ۱۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت دغه پروژه نیمکړې مخته تللې.

د دغې پروژې قرارداد په ۱۳۸۶ کال کې د اوبو او بریښنا وزارت له لوري د ممتاز په نامه له یوه ساختماني شرکت سره لاسلیک شو، خو تر لنډې مودې فعالیت وروسته چې افغان ولسمشر حامد کرزي پرانیستي ته ورغلی وو دغه پروژه د نیمګړتیا له امله له ستونزې سره مخ شوه او ویې نشوای کړای چې د سېمې اوسیدونکو ته د څښاک اوبه برابرې کړي.

د اندخوی یوه اوسیدونکي محمد صدیق بي بي سي ته وویل، چې آن دغلته په ځینو سېمو کې خلک یوه بوشکه خوږې اوبه تر ۵۰ افغانیو پورې په بیه اخلي.

دا مهال په سيمه کې د هرې کورنۍ یو یا دوه کسان په اوبو پسې سرګردانه ګرځي.

د اندخوی د اوبو رسونې امر انجنیر احمد شاه رحیمي وايي، ستونزه د اندخوی د اوبو په ښاري شبکه کې نه ده بلکې له امو سیند نه اوبه په وخت نه راځي او په اونۍ کې څو ځلې قطع کیږي.

د سېمې د اوسیدونکو په وینا دغلته تر ځمکې لاندې اوبه تروې او ترخې دي.

په ټولیزه توګه د اندخوی او جوزجان زیات شمېر برخې له اوږده مهاله راهیسې د اوبو ستونزه لري.

دغلته ډیرې کمې سېمې تر مځکې لاندې خوږې اوبه لري.

د انځور حقوق b
Image caption دغه ګردی حوض تر مځکی لاندې له صافو خوږو اوبو نه ډک وي

له ترکمنستان سره پر پوله آقینه بندر نه تر اندخوی پورې د لارې په اوږدو کې د اوبو یو لرغونی حوض چې اصلا په یوې بیدیا کې شتون لري او اوس ترڅنګ پوخ واټ تېر شوی دی ویل کیږي چې سلګونه کاله وړاندې د شیبانیانو په دورې پورې اړه لري.

بي بي حاجۍ حضرتو چې د اندخوی په مرکز کې اوسیږي وايي، چې له خوږو اوبو چې دوی ېې په بیه اخلي یواځې د څښاک او دیګ لپاره کار اخلي او د لوښو د مینځلو، څارویو او جامو مینځلوته د سېمې د څاګانو له تروو او ترخو اوبو کار اخلي.

د اندخوی په ډیرو برخو او کلیوالو سېمو کې چې ګرځې، داسې کسان مو ډیر پرمخ درځي چې له لاسي، خرګاډي او آسپکې کراچېو سره د څښاک په اوبو پسي ګرځي.

د انځور حقوق b
Image caption د امو له سنده د غزیدلې نل لیکې د اوبو پر ویش هم ناندرۍ را منځ ته کېږي

د امو له سینده دغې سیمې ته د اوبو غزیدلې نل لیکه هره اوونۍ له تخنیکي ستونزو سره مخ وي، خلک د اوبو د ذخیرو او ټانکرونو وچ نل ته په دې تمه انتظار وي چې له خوږو اوبو به بوشکې ډکې کړي.

خو په دې ډله کسانو کې هم هغه بختور دي چې نوبت ور ورسېږي.

د امو له سینده د غزیدلې نل لیکې د اوبو پر ویش هم چې یو محدود شمېر کورنیو ته رسيږي نا رضایتي ډیره ده.

د قرمل ولسوالۍ یو اوسیدونکی سید سرور وایي، چې په اوبو د تیلو په شان په دغه ښار کې خلک ګټې کوي یو شمېر کسان له نورو سېمو د اندخوی ټولو سیمو ته د څښاک اوبه په ټانکرونو او ریکشاوو کې راوړي او پلوري.

ښاغلی سرور وایي، چې په اوبو هره ورځ د خلکو جګړه وي چې په وینا، یوځل چې یوه کس نوبت ونیوه دومره زیاتې بوشکې ډکوي چې نورو ته نوبت نه رسېږي او اوبه وچې شي.

په سېمه کې مېشتې کورنۍ وایي، چې دوی هره ورځ د عاید یوه برخه د اوبو پر اخېستو مصرفوي، چې د څښاک لپاره لاسته راوړي .

داندخوی په مرکز کې دا مهال یوه ریکشاه اوبه له ۱۲۰ افغانیو نه تر ۲۵۰ افغانیو پورې پلورل کیږي.

د سېمې اوسیدونکي وایي، که دولت دغې سېمې د اوبو پیدا کولو لويې پروژې تر لاس لاندې ونیسي هم د امو له رود او د مرغاب له رود چې اوبه ېې دافغانستان ګاونډیان څښي د کرنې او څښاک اوبه پیدا کیدلی شي.

خو اوس ویل کېږي چې دې یوې بلې پروژې خبرې هم ګړندۍ شوې دي.

د فاریاب والي محمد الله بتاش بي بي سي ته وویل، چې دوی د کرنې لپاره مرکزي دولت ته یو لړ وړاندیزونه کړي وو، خو رسما ېې کوم مکتوب فاریاب ته نه دی رسیدلی .

تر دې وړاندې هم دافغانستان په بېلابېلو برخو کې د یو لړ پروژو دلاسلیک او قراردادونو خبرونه اورېدل شوي و، خو په عملي ډګر کې نه دي لیدل شوي چې د خلکو دغه ډول ستونزې دې پرې هوارې شوې وي.

ورته مطالب