ټاکنو کمېسیون: درې زره محلونه ارزول شوي

د انځور حقوق
Image caption له ټولو ارزول شوو ۳۶۴۵ محلونو څخه ۲۸۷۶ یې د اعتبار وړ وګڼل شول.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن دوشنبه (اګست ۲۵ مه) په خپله لومړنۍ علني غونډه کې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د رایو ۳۶۴۵ محلونه وارزول چې ۷۲ یې باطلې اعلان شوې دي.

له کابله زموږ خبریاله زمزمه نیازۍ په خپل رپوټ کې لیکي چې له ټولو ارزول شوو ۳۶۴۵ محلونو څخه ۲۸۷۶ یې د اعتبار وړ وګڼل شول.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء سرپرست مشر جاوید حبیبي وایي چې د رایو د باطلېدو بهیر به په دریو پړاونو کې بشپړ شي.

بل خوا دواړه ټاکنیزې ډلې دغه بهیر ناسم ګڼي ځکه په وینا یې بهیر کې هغه تګلاره نه ده پر مخ وړل شوې چې دوی پرې هوکړه کړې وه.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی داود سلطانزوی د رایو د باطلېدو بهیر کره نه بولي.

نوموړی وايي تر اوسه دوی ته جوته شوې نه ده چې د ټاکنو کمېسیون د کومو تګلارو له مخې د ۷۲ محلونو رایې باطلې کړې دي.

دغه راز د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی امان الله امان وایي د رایو د باطلېدو بهیر د افغانستان سیاسي برخلیک ټاکي.

د نوموړي په خبره دغه بهیر هغه شان چې دوی ته د چک پاڼو د جوړولو په وخت کې معلومات ورکړل شوی و پر مخ نه ځي ځکه نو دوی ته د منلو وړه نه دی.

په دې اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایې دواړه ټاکنیزې ډلې کولی شي د رایو د باطلېدو د بهیر په تړاو تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو خپل شکایتونه د دوی سره ثبت کړي چې دغه کمېسیون به یې په ۴۸ ساعتونو کې وڅېړي.

تر دې دمه د ټولو رایو د بیا ځلې شمېرنې او ارزونې په بهیر کې څه د پاسه ۷۰ سلنه صندوقونه شمېرل شوې دي.

ورته مطالب