طالب کورنۍ قطر ته ولاړې

د انځور حقوق AFP
Image caption یادې کورنۍ له کوچني اختره پنځه ورځې وړاندې تللې دي.

راپورونه وايي چې د ګوانتنامو له زندانه د امریکا د یوه پوځي په بدل کې د خوشې شوو پنځو طالب مشرانو کورنۍ قطر ته لېږدول شوې دي.

څلور کورنۍ افغانستان او یوه د پاکستان څخه د دوبۍ له لارې قطر ته تللې دي.

د طالبانو سرچینو ویلي چې د طالب مشرانو د کورنیو ټولو غړو ته د کابل د ادارې له خوا پاسپورټونه ورکړل شوې دي.

ویل کېږي د ملا خيرالله خيرخوا چې د طالبانو د وخت د کورنيو چارو وزير و، د کورنۍ غړي له کوټې او نور ټول له کابل څخه دوبۍ ته تللي وو چې ورسته بیا قطر ته تللي دي.

دوی له کوچني اختره پنځه ورځې وړاندې تللي وو.

د کابل د هوایی میدان څخه د دغو کورنیو د تلو پر وخت امنیتې چارواکي د امنیت ټینګولو لپاره ځای پر ځای شوي وو.

طالبانو سره له پټو خبرو وروسته امریکا د مې په میاشت کی پنځه لوړ پوړي طالب مشران خوشې کړي وو چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په یوې وینا کې دغه ګام " لوی بری" بللی و.

خوشې شوې طالبانو کی ملا نورالله نوري چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د شمال زون تنظيمه ريس او د بلخ والي وو، ملاعبدالحق وثيق د استخباراتو لوی رياست مرستيال، ملا فاضل آخند د دفاع وزارت لوی درستيز، ملاخيرالله خيرخوا د کورنيو چارو وزير او حاجي محمد نبي عمري شامل دي.

داسې ویل کېږي چې خوشې شوې طالب مشران به تر یوه کاله قطر کې ډېر په خاموشۍ ژوند کوي اوهیڅ ډول فعالیت به نه کوي.

بل خوا پاکستان په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ریس سید محمد طیب اغا دوه ورونه چې پاکستان کې یې نیولي وو تر اوسه خوشې کړې نه دي.

د طالبانو او د طیب اغا کورنۍ ته نږدې سرچینې وایي چې د اپریل په میاشت کی د یونس اغا او طاهراغا له نیولو وروسته د دوی د کورنۍ نورغړي افغانستان ته تللي دي.

طالبانو په دې اړه په ډاګه څه نه دي ویلي خو سرچینې یې وایي چې د پاکستان په دې ګام سخت په قهر شوې وو.

ورته مطالب