د زعفرانو تولید کې ۶۷ سلنه زیاتوالی راغلی

Image caption د یو کیلو تولید شويو زعفرانو بیه د ۱۴۰۰ او ۲۰۰۰ ډالرو ترمنځ ده

د روان کال په درې لومړیو میاشتو کې د افغانستان د زعفرانو صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله ۶۷ سلنه زیات شوي دي.

د افغانستان د صادراتو د پراختیا ادارې چارواکي وايي، په دغې مودې کې له ۳۵۰ کیلو ګرامه زیات زعفران نورو هیوادونو ته صادر شوي دي او د روان لمریز کال تر پایه به دغه کچه دوه زره کیلو ګرامه ته لوړه شي.

د افغانستان تر ټولو ډیر زعفران ایټالیا ، هسپانیا او هند ته صادریږي.

سمیع الله موسی زي خپل رپوټ کې لیکي: زعفران هغه ارزښتناک بوټی دی چې کر یې په افغانستان کې په دې وروستیو کلونو کې مخ په زیاتیدو دی.

د زعفران سږني صادرات د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۶۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د صاداراتو د پراختیا ادارې مشره نجلا حبیب یار بي بي سي ته وویل، د دغو صادراتو ارزښت یو میلیون ډالرو ته رسیږي.

دا وايي:"له نیکمرغه سږکال موږ د تیرکال په پرتله ډیر زعفران صادر کړل. د تیرکال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله سږ کال د زعفرانو صادرات څه باندې اووه شپیته سلنه زیات شوي دي، دا ځکه چې تیرکال زموږ تولید کم و او یواځې هند او هسپانیې ته صادریدل، خو سږ کال موږ جرمني، سویډن ، امریکې ، فرانسې، ایټالیا او تاجکستان ته هم صادر کړل".

اوسمهال په افغانستان کې د یو کیلو تولید شويو زعفرانو بیه د ۱۴۰۰ او ۲۰۰۰ ډالرو ترمنځ ده.

په افغانستان کې لومړی ځل په هرات ولایت کې زعفران وکرل شول، افغان دولت هڅه کوي دغه ارزښتناک بوټی د کوکنار ځای ونیسي.

د افغانستان زعفران په نړۍ کې ښه نوم لري، څه موده وړاندې په بلجیم کې په یوه نندارتون کې د افغانستان زعفرانو ته د درې کلونو لپاره د ترټولو ښه او په نړۍ کې د لومړۍ درجې زعفرانو تصدیقنامه ورکړل شوه.

د افغانستان د صادراتو د پراختیا ادارې مشره وايي، په نړۍ کې د افغانستان د زعفرانو تقاضا لوړه ده خو تولید یې په افغانستان کې کم دی:"په دوبۍ کې د افغانستان د زعفرانو د نندارتون پرمهال د ډیرو زیاتو زعفرانو غوښتنه وشوه، له موږه د شلو ټنو زعفرانو غوښتنه وشوه خو له بده مرغه سږکال چې د زعفرانو تولید هم زیات لرو یواځې پنځو ټنو ته رسیږي. دغو سوداګرو له شلو ټنو کم زعفران نه غوښتل".

افغان بزګر تل له دولته غواړي چې د زعفرانو پیاز دوی ته ورکړي او د نړۍ مارکیټونو ته د دوی د محصولاتو په رسولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

ورته مطالب