عبدالله ډلې د ټاکنو له بهیره د پرېکون خبرداری ورکړی

  • 26 اګست 2014 - 04 وږی 1393
معنوي
معنوي دا څرګندونې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې کړې دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همګرايي ټاکنیزې ډلې خبرداری ورکړی، که چېرې یې تر سبا چارشنبې پورې د رایو د باطلېدو او ارزونې په اړه "ټولې غوښتنې" وانه ارزول شي، له ټاکنیز بهیر سره به پرېکون اعلان او ټاکنیزې پایلې به ونه مني.

ددغه ټیم د مسلکي برخې مشر فضل احمد معنوي د ټاکنو کمیسیون کې خبریالانو ته وویل، ټاکنیز کمیسیون او ملګرو ملتونو یې د رایو د ارزونې او باطلولو په ټولو پړاوونو کې هېڅ کومې "مشروع" غوښتنې ته پام نه دی کړی.

ښاغلي معنوي وویل: "د خلکو او د راتلونکي حکومت د مشروعیت پخاطر موږ هڅه وکړه چې بهیر ټکنی نه شي، خو پرون مو ولیدل چې د رایو د باطلولو په بهیر کې زموږ هیلو ته رسیدګي ونه شوه".

هغه وايي، د رایو د باطلولو لپاره یې غونډې کړې، او پنځه معیارونه یې ملګرو ملتونو او ټاکنیز کمیسیون ته وړاندې کړي دي، خو تر اوسه یې هېڅ پام نه دی ورته کړی.

د عبدالله د ډلې دغه غړي دا هم ویلي، که چېرې یې د ټیم غوښتنې ومنل شي، د ټاکنو له بهیر سره به همکاري جاري وساتي، او پایلې به یې ومني، خو که چېرې "دا بهیر پای ته رسېدلی وګڼو، نو دغه بهیر ته ادامه نه ورکوو او دغه بهیر موږ ته د منلو وړ نه دی، او پایله یې هم نه منو".

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، که هر ټیم پرېکون کوي، دوی خپل بهیر ته دوام ورکوي:

''د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوی د هر راز مشروع غوښتنې په اړه له دوی سره بحث کوي، او اصولو، تګلارې او قوانینو ته اهمیت ورکوي، او دا هم قطعي شوې ده، که چېرې کومه ډله دغه بهیر پرېږدي، نو د ملګرو ملتونو، کورنیو او نړیوالو څارونکو او موجوده مشاهدینو په حضور کې به دا بهیر وروستیو پایلو ته تر رسېدو پورې دوام کوي''.

په داسې حال کې چې ښاغلی معنوي د ټاکنیز بهیر د تحریم خبرداری ورکوي، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی د راتلونکي ملي یووالي حکومت پر جوړېدو سیاسي خبرې کوي.

دواړو نوماندانو د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسمو په اړه له ولسمشر حامد کرزي سره ناستې پاستې او خبرې درلودې.

د ولسمشرۍ د دفتر له لوري خپره شوې اعلامیه وايي، په پام کې ده، چې تر لسو کمو ورځو کې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم وشي.

وړاندې ولسمشر ویلي وو، چې د لوړې مراسم نور نه شي ځنډېدلی.

تر اوسه نژدې ۷۰ سلنه رایې ارزول شوې او د ۶۰۰۰ محلونو ځانګړې ارزونه دوام لري،

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د باطلولو لړۍ پیل کړه، چې په لومړۍ ناسته کې یې د ۷۲ محلونو رایې باطلې اعلان کړې.

د دواړو کاندیدانو ټاکنیزو ډلو د رایو د باطلېدو په اړه اختلاف درلود، او ویلي یې وو چې د بطلان بهیر د دواړو کاندیدانو د استازو له حضور پرته ترسره شوی.

د عبدالله عبدالله مسلکي ډله ادعا کوي، چې د ټولو رایو مسلکي ارزونه لا نه ده بشپړه شوې.

تر اوسه نژدې ۷۰ سلنه رایې ارزول شوې او د ۶۰۰۰ محلونو ځانګړې ارزونه دوام لري، خو کمیسیون وايي، د رایو د باطلېدو ناستو ته دوام ورکوي، او هیله یې دا ده چې تر ټاکل شوې نېټې (سپټمبر دویمه) پورې د ارزونې پایلې اعلان شي.

ورته مطالب