افغان پولیسو 'تورنه قاتله' ایران ته سپارلې

د انځور حقوق BBC World Service

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په لوېدیځ هرات ولایت کې یې یوه ایرانۍ مېرمن نیولې، چې له خپل هېواده د قتل تر قضیې وروسته تښتېدلې ده.

د کورنیو چارو وزارت پر وېبپاڼې یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د ایران انټرپول پولیس د ثریا قیامي په نامه تورنه ایرانۍ په لټه کې وو، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته یې د دغې مېرمنې په اړه مالومات هم ورکړي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د انټرپول پولیسو د څانګې مشر مل پاسوال سید افندي ویلي، تورنه مېرمن تر یولړ کشفي او اپراتیفي ګامونو اخیستو وروسته په هرات ولایت کې نیول شوې ده.

دغه تورنه ایرانۍ د انټرپول د عملیاتي کارکوونکو له خوا نیول شوې ده.

افغان پولیس وايي، تورنه مېرمن یې د ایران سرحدي ځواکونو او چارواکو ته سپارلې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دا چې ایران او افغانستان د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د سازمان غړي دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې تړون لاسلیک شوی، که چېرې د یوه هېواد یو مجرم بل هېواد ته تښتي، باید دوی ته وسپاري.

د کورنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه افغانستان ته هغه نهه افغانان د ایران له خوا سپارل شوي، چې د قتل په جرم ایران ته تښتېدلي وو او هلته د ایران انټرپول پولیسو نیولي دي.

د امریکايي، ایراني قاتله

د ۲۰۱۲ کال دسمبر پر ۲۵، د افغانستان د کورنیو چارو وزرات ویلي وو د پولیسو هغې افسرې چې یو بهرنی سلاکار یې په ډزو وژلی و، د ایران اوسېدونکې ده، چې په وینا پنځه کاله وړاندې یې د افغانستان د تابعیت له تذکرې په ګټې اخیستنې د ملي پولیسو لیکو ته ننوتې وه.

او په ۲۰۱۱ کې د افغانستان د ملي امنيت ادارې ادعا کړې وه، چې د لومړي ځل لپاره يې يو ايرانى وگړى په کندهار کې د ځانمرگي بريد په تور نيولى دى.

ورته مطالب