د ۵۰۰۰ قربانیانو د قاتلینو موندل

د انځور حقوق BBC World Service

یو کال وړاندې، د هالنډ څارنوال د هغو ۵۰۰۰ وژل شویو کسانو لست خپور کړ، چې په افغانستان کې یې تر خپرېدا وروسته د قربانیانو د خپلوانو او کورنیو پر ټپونو بیا مالګه واچول شوه او زوړ غم یې ورتازه کړ.

دا د هغو کسانو لست و، چې په ۱۹۷۸ کال کې تر کمونیستي کودتا وروسته وژل شوي وو، او ځینې هغه کسان چې په وینو یې لاسونه سره دي، لاهم په اروپا کې ژوند کوي.

د هالنډ څارنوالانو ویلي، په کافي اندازه داسې ثبوتونه شته، چې په هالنډ کې یو شمېر هغه افغانان اوسېږي، چې په جنګي جرمونو تورن دي، ځینې نور مجرمین بیا په نورو اروپايي هېوادونو کې اوسېږي.

تورن شکمن نه پوهېږي چې دوی څارل کېږي او دا خبره هغه مهال راڅرګنده شوه، چې یو تورن مخکې له دې چې عدالت ته راکاږل شي او یاد لیست خپور شي، ومړ.

د محکمې په اسنادو کې دغه سړی یوازې په "قومندان O " توري یاد شوی، خو پوره نوم یې امان الله عثمان دی، چې اوس په ډاګه شوی دی.

په هالنډ کې هغه د افغانستان په څېر په پټه نه ګرځېده، خو دی په دې اند و، چې د پناه لپاره به یې دا کار همکاري ورسره وکړي. دی دا دلیل وايي، که چېرې افشا شي، نو افغانستان ته نه شي ستنېدلی او هلته یې ژوند په خطر کې واقع کېږي.

له هغه سره هېڅ دا سوچ نه و، چې ګني د جګړې د مجرم په توګه به له محاکمې سره مخامخېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د خپاره شوي لیست یوه برخه.

کله چې له هغه وپوښتل شول، که چېرې کوم څوک په بند کې ناوړه کړنه ورسره وکړي، هغه وویل: ''ولې نه، زه هم یو وخت د ناوړه کړنو مسؤول وم''.

د هغه د تعقیب لپاره ډېر اسناد راغونډ شوي، چې د قومندان عثمان په لاسلیک اصلي اسناد هم پکې شته، په دغو اسنادو کې خلک د شکنجو او اعدام لپاره لېږدول شوي.

د عثمان تر مړینې وروسته، حکومتي څارنوال تیجس برګر پر انټرنېټ د هغه د اسنادو یوه برخه خپره کړه، چې ګني په دې توګه د قربانیانو له خپلوانو سره مرسته کولی شي- په ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ کلونو کې د نژدې ۵۰۰۰ وژل شویو خلکو د نومونو لیست.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption څارنوال تجیس بیرګر ځینې اسناد ګوري.

په وژل شویو کې محصلین، سوداګر، دوکانداران، ښوونکي، بزګران، د بس چلوونکي، پوست رسوونکي او متقاعد قاضیان هم وو.

د دغه لیست خپرېدو په افغانستان کې ډېر غبرګونونه وپارول او آن په ځینو سیمو کې د وژل شویو د جنازې غایبانه لمنځونه هم وشول.

په لیست کې د ځینو هغو کسانو نومونه هم شته، چې لاهم ژوندي دي، چې یوه بېلګه یې د "سیاف" نوم دی، خو هلته یې نوم عبد رسول ښودل شوی.

سیاف بیا وروسته د "بدنامه جنګي" ډلې مشر شو، د هغه په غوښتنه اسامه بن لادن افغانستان ته راوبلل شو، خو دی پخپله د ۱۹۹۰ کلونو په جنګي جرمونو کې خپله ښکېلتیا ردوي، خو د یو شمېر معتبرو تحقیقاتو له مخې په جګړه کې تورن ګڼل شوی. سږ کال هغه د ولسمشرۍ ټاکنو کې پاتې راغی.

خو ځینې نور کسان بیا د وژنې په دې لویه لړۍ کې هسې خدايي ژغورل شوي دي. ددغو کسانو له لیست نه یو هم حبیب الرحمن دی، چې وايي تل به یې په ډار او ترهه کې ژوند کاوه. نوموړی په ۱۹۷۸ کال د غوايي له کودتا وروسته نیول شوی او شکنجه شوي دی:

"ویده وم. ور یې رامات کړ او زما کور ته راننوتل. راته وویل ته باید له موږ سره ولاړ شې. کله چې موږ له کور بهر سره وغږېدو، هلته نژدې ۲۰ پوځي موټر ولاړ وو او یو زغره وال ټانک هم ورسره و. دوی د پټو پولیسو د تحقیقاتو څانګې ته بوتلم".

خو مخکې له دې چې د کابل څرخي پله زندان ته ورټېل وهل شي، نوموړي ټیک اته شپې او ورځې په وهلو ډبولو او برېښنايي شارټونو کې تېرې کړې. دی هلته تر یوه کال ډېر بندي و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ۱۹۸۰ جنورۍ کې د څرخي پله سیمه کې له زندان بهر خلک (د اوسني زندان مخه)
د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service

حبیب الرحمن تر خوشي کېدو وروسته استرالیا ته کډوال شو، او هلته یې شخصي کاروبار پیل کړ. خو کله یې چې پر انټرنېټ د ۵۰۰۰ وژل شویو کسانو په لست کې خپل نوم ولید، هغه تر ۱۹۷۹ کال وروسته د لومړي ځل لپاره پولي چرخي ته ستون شو:

دی وايي: "هره نیمه شپه به دوی راتلل، نومونه به یې اخیستل او خلک به یې د مرګ لوري ته بېول. که به ستا نوم نه و، نو د ۲۴ نورو ساعتونو لپاره به دې د ژوند کولو تمه پیدا شوه".

رحمن زیاتوي: "د وژل شویو کسانو نومونه به له هغه لیسته وایستل شول، چې د "پولیګون" په نامه زندان بهر وو، او د اعدام شویو مړي به د بلدوزرو په مټ ډله ییزو قبرونو ته ورټېل وهل کېدل. د زندان د ننه به بندیانو بهر کې پر بندیانو ډزې اورېدې. دوی دا کار ځکه کاوه چې نور ووېروي".

د بندیانو له پرله پسې ربړولو وروسته، د ۱۹۷۹ کال په ژمي کې د بندیانو د ژوند هیلې هغه مهال وټوکېدې، چې اسمان له چورلکو ډک شو او ځمکه له ګڼو زغره والو موټرو ډکه شوه. بندیانو په چړو پلاستیکي پردې څیرې کړې، خو د زندان شاوخوا موانعو یې د مخته تلو مخه ونیوه. یو ژبړبخنه روسی مشر ددې اعلان لپاره راغی، چې بندیانو ته د خوشي کېدو اعلان وکړي.

حبیب الرحمن تر خوشي کېدا وروسته هک حیران ځکه شو، چې د کورنۍ هېڅ کوم غړی یې هرکلي ته ورنغی:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د حبیب الرحمن نوم هم د وژل شویو په لیست کې و.

"له زندان نه ۱۰۰۰۰ کسان ووتل او هر یوه یې د خپلوان د لیدو لاره څارله، کله چې زه له زندان نه راووتم، د خپلې کورنۍ هېڅ کوم غړی مې ونه لید... ډېر خپه شوم، ډېر زیات خپه".

خو کله چې هغه کور ته ورسېد، ورور یې په ژړا کې ولید، ځکه چې له حبیب الرحمن نه یې د کورنۍ نوره تمه غوڅه شوې وه، او نوم یې د اعدام شویو په لست کې لیدلی و.

د مسکو تحمیلي نوي رژیم په عمومي توګه دغه لیست خپور کړ او د راپرځول شوي نظام استبداد یې په ډاګه کړ. دا هغه لیست و، چې د هالنډ د جرمي تحقیقاتو له لیست سره یوځای شو.

د افغانستان د بشري حقونو د څار په برخه کې څېړونکې پټي ګوسمن وايي، د شخړې او جګړې له سیمې د اصلي اسنادو موندل ګران کار دی. خو په هالنډ کې دغه ثبوتونه ډېر حیاتي ځکه دي چې دا قضیه د قربانیانو له انساني اړخ سره سر خوري:

نوموړې وايي: "دا ډېر ستونزمن کار دی، چې سړی دې د یوې محاکمې اسناد ترلاسه کړي، خو ددغه لیست خپرېدل ډېر مهم دي".

په ۱۹۷۹ کال د شوروي تر یرغل یو کال مخکې شخړې د راتلونکو ترهو او وېرو زیږنده وې. خو ګوسمن په دې نظر ده، چې د وژنو د دا ډول زړه بوږنوونکو کړنو کچه کمسارې ده.

دا وايي، د هالنډ له خوا د وژل شویو لست خپرېدل د هغو لسګونو زرو کسانو د وژلو یوه ډېره کوچنۍ برخه ده، چې په تېرو ناخوالو کې وژل شوي. کمونیستانو د خپل نفوذ د ډېرولو لپاره د بنسټیز بدلون راوستلو لاره غوره کړې وه، همدا وه چې په ټول هېواد کې یې په پراخه کچه وژنې کولې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د شوروي یرغل پرضد افغان جنګیالي - د ۱۹۸۰ لسیزې لومړی.

ګوسمن زیاتوي: "دوی د تورنو یا خاینانو د محاکمې هېڅ طریقه نه لرله، بلکې هرڅه یې له مخې سره ختمول".

خو هغه کسان چې د وژنو عاملین دي، تر اوسه عدالت ته نه دي راکاږل شوي، نه هم تر دوی وروسته مجاهدین، چې کمونیستي نظام یې ړنګ کړ او بیا طالبان په دوی پسې راووتل، د محاکمې لپاره حاضر کړل شوي دي.

په ۲۰۰۱ کال د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جک سټرا ویلي وو، په افغانستان کې جنګسالاران د "ژوند یوه برخه" دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کمونیستي رژیم تر څه باندې یوې کلنې واکمنۍ وروسته د شوروي تر ټوټې کېدا وروسته ختم شو.

نوموړی په دې نظر و، چې لاهم د جنګسالارانو د محاکمې لپاره وخت شته، خو دوی، په ځانګړي ډول د ۱۹۸۰ او ۹۰ لسیزو جګړو پخوانيو مجاهدینو لا ډېر واک ترلاسه کړی. همدا ده چې د تېرو جرمونو په تور یې د محاکمې پروړاندې لا ډېر ځانونه قوي کړي دي.

په افغانستان کې پراخ فساد، د دیموکراسۍ کمزورې ریښې او کمزوری حکومت ددې لامل شوي، چې د جنګي مجرمینو محاکمې ته څوک زړه ښه نه کړي.

په پیل کې د کمونیستانو کړنې، چې ورپسې اوږده جګړه پیل شوه، او بیا په پای کې طالبانو جنګي جرمونه او بشرضد اعمال ترسره کړل. خو اوس ډېری په واک کې پاتې شوي کسان هغه پخواني محافظه کاران دي، چې لا یې هم لاسونه په وینو سره دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان په شمال ختیځ کې د جنګي جرمونو د اسنادو او درو لسیزو ناخواو اسناد

د تخنیکي لاملونو له کبله، د جنګي جرمونو ضد نړیوالې محکمې د طالبانو له سقوط مخکې د افغانستان د جنګي جرمونو هېڅ کومه دوسیه مخته نه ده بېولې، خو له بل پلوه د افغان ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال لانجمونو تصویب شویو قوانینو په کور د ننه د جنګي مجرمینو د محاکمې مخه ډب کړې او دوی ته یې د معافیت ځانګړنه ورکړې ده.

تیجس بیرګر بي بي سي ته وویل: "موږ د هغو جنګي جرمونو په اړه غږېږو، چې په تېر و۳۰ کلونو کې د ټولو غاړو له خوا ترسره شوي، چې تر اوسه یې په حقیقت کې په اړه هېڅ ګام نه دی اخیستل شوی".

ورته مطالب