'که ټاکنیزه لانجه وغځېږي، پوځيان ژر ایستلی شو'

  • 26 اګست 2014 - 04 وږی 1393
د انځور حقوق
Image caption جنرال ډیمپسي دا مهال په کابل کې دی چې له امریکايي جنرال جوزیف ډنفورډ نه به جنرال جان کمبل ته د قوماندې په مراسمو کې برخه واخلي.

د امریکا د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د امریکا د دفاع وزرات پنتاګان داسې پلان جوړ کړی، چې پوځيانو ته یې د روان کال له پای ته رسېدو وروسته هم په دې هېواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکوي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي کابل ته د سفر پرمهال خبریالانو ته ویلي، که افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، پنتاګان به افغانستان کې د روان کال له پای ته رسېدو وروسته هم په دې هېواد کې خپل پوځيان پرېږدي.

نوموړي ویلي، امریکا د اړتیا په صورت کې په لنډ وخت کې خپل پوځيان له افغانستان نه ایستلی شي.

جنرال ډیمپسي دا مهال په کابل کې دی چې له امریکايي جنرال جوزیف ډنفورډ نه به جنرال جان کمبل ته د قوماندې په مراسمو کې برخه واخلي.

وړاندې د اوباما ادارې ویلي وو، که چېرې د کابل – واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي، نو د روان کال ترپایه به ټول امریکايي پوځيان له افغانستان نه ووځي.

خو اوس داسې ښکاري چې په دې پالیسۍ کې یوڅه نرمي راغلې ده.

د انځور حقوق
Image caption جنرال ډیمپسي وویل، داسې پلانونه یې جوړ کړي، که چېرې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه لانجې ډېرې وغځېږي، نو دوی د اړتیا په صورت کې له افغانستان نه خپل ځواکونه ایستلی شي.

جنرال ډیمپسي وویل، داسې پلانونه یې جوړ کړي، که چېرې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه لانجې ډېرې وغځېږي، نو دوی د اړتیا په صورت کې له افغانستان نه خپل ځواکونه ایستلی شي.

ده د افغان ټاکنو د رایو د پلټنو په غځېدو اندېښنه وښوده او وویل چې د ټاکنو بایلونکي نوماند ته هم باید حکومت کې ځای ورکړل شي.

جنرال ډیمپسي وویل، تر اوسه څرګنده نه ده چې د برتانیا ویلز کې د ناټو سرمشریزه کې کوم یو نوماند ګډون کوي.

دغه امریکايي جګپوړی پوځي مشر د پوځیانو د ایستلو په اړه داسې مهال څرګندونې کوي، چې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې ناامنۍ د پخوا په پرتله ډېرې شوې دي، چې طالبانو د ځینو سیمو د نیولو ادعاوې هم کړي دي.

دا مهال په سوېلي هلمند او شمالي کندوز ولایتونو کې د افغان پوځيانو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.