د رایو ارزونه او شمېرنه بېرته پیل شوه

د انځور حقوق
Image caption ښاغلي نور وویل، چې دا مهال سل ټیمونه دغه لړۍ مخته وړي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د چارشنبې ماسپښین یې د رایو ارزونې او شمېرنې درول شوې لړۍ د دواړو ټیمونو په غیاب، خو د ملګرو ملتونو په حضور کې بېرته پیل کړې ده.

دغه کمیسیون وايي، یوه ټیم دا لړۍ پخپله پرېښې وه، او له بل ټیم ملګرو ملتونو د پرېښودو غوښتنه وکړه.

ښاغلي نور وویل، چې دا مهال سل ټیمونه دغه لړۍ مخته وړي:

''نن ماسپښین دوه بجې د کورنیو او بهرنیو څارونکو او د ملګرو ملتونو د استازو په حضور د رایو ارزونې او شمېرنې لړۍ بېرته پیل شوه. دا مهال سل ټیمونه کار کوي، او هڅه مو دا ده، چې ژر دا لړۍ ختمه شي او پایلې اعلان شي''.

نور وویل، یوه ټاکنز ټیم (اصلاحات او همګرايي) پرېښی او بل ټیم (تحول او تداوم) هم د ملګرو ملتونو په غوښتنې دغه بهیر پرېښی او دغه لړۍ باید د ټاکنو د کمیسیون او د ملګرو ملتونو سازمان مخته یوسي.

Image caption هوتکي وايي، کمیسیون هڅه کوي چې د ارزونې او بطلان بهیر ژر ختم او پایلې اعلان شي.

تر دې وړاندې، د کمیسیون د ننه د رایو ارزونې بهیر درول شوی و، خو د ټاکنو کمیسیون مرستیال مشر عبدالرحمن هوتکي خبریالانو ته ویلي و، چې د رایو ارزونې بهیر "یوڅه درول شوی"، او ویلي یې و هڅه یې دا ده چې د اصلاحاتو او همګرايي ټیم بېرته د ارزونې بهیر ته راوګرځي او دغه بهیر بیا پیل شي.

د کمیسیون مرستیال مشر عبدالرحمن هوتکي خبریالانو ته وویل هڅه یې دا ده چې ژر د ټاکنو پایلې اعلان شي:

''د ارزونې په تګلاره کې د دواړو ټاکنیزو ډلو غوښتنې ځای پرځای شوې او بیا ارزونه پیل شوې ده. د ټاکنو پایلې باید معلومې شي، هرڅومره چې ځنډېږي، د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کوي. د دوی غوښتنې منل شوې".

د انځور حقوق
Image caption د تحول او تداوم ټیم غړي سلطانزوی خبریالانو ته وویل، یونما تر راتلونکې جمعې ورځې پورې د رایو ارزونې بهیر د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

بل خوا، د تحول او تداوم ډلې یوه غړي حلیم فدايي خبریالانو ته ویلي و، د هېواد ملي ګټو ته په پام او پر خپلو ژمنو د درېدو او د ټاکنیز بهیر د مخته بېولو لپاره باید دغه بهیر ونه درول شي.

ښاغلي فدايي وویل:

''سل په سلو کې ارزونه د نړۍ په هېڅ دیموکراسۍ کې نه ده شوې، که چېرې ملګري ملتونه په دې اړه تساهل او تغافل کوي او یا د کوم ځانګړي کاندید فرمایشونو ته - چې هغه هم د بهیر په جریان او له افهام او پرېکړې وروسته کېږي- دا نه یوازې په افغانستان، بلکې په ګرده نړۍ کې د ملګرو ملتونو بې پرېوالی تر پوښتنې لاندې راولي''.

بل خوا، د همدې ټیم یوه بل غړي داود سلطانزوی خبریالانو ته وویل، یونما تر راتلونکې جمعې ورځې پورې د رایو ارزونې بهیر د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب