د ټاکنو پایلې ښايي د سپتمبر تر لسمې وځنډېږي

Image caption ښاغلي یان کوبیش ویلي چې پر ټاکل شوي نېټې (سپتمبر ۲) د دغه بهیر بشپړولو شونې نه دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي یان کوبیش نن (اګست ۲۸ مه) په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې ویلي چې د رایو د ارزونې بهیر به د روان کال د وږي میاشتې تر نولسمې (۱۰ سپتمبر) پورې پای ته ورسېږي.

په دغه کتنه کې ښاغلي یان کوبیش ویلي چې که څه هم د رایو د ارزونې بهیر په ښه ډول روان دی خو پر ټاکل شوې نېټې (سپتمبر ۲) د دغه بهیر بشپړول شونۍ نه دی او تر لسم سپتمبره ځنډېږي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان له ولسمشر کرزي نه غوښتنه کړې وه چې د ارزونې بهیر په سم ډول د بشپړولو لپاره د اګست له دوهمې څخه د یوې میاشتې لپاره (سپتمبر ۲) دې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم وځنډوي.

بل خوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون تمه ښودلې چې ډیر ژر به د ټولو ۲۳۰۰۰ محلونو د رايو د ارزونې بهیر پای ته ورسیږي او د ټاکنو وروستۍ پایلې به اعلان کړي.

د کمېسيون چارواکي وايي تر اوسه يې د څه دپاسه ۱۷۰۰۰ محلونو رايې ارزولي او له سره شمېرلې دي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپله لومړنۍ علني غونډه د رایو د باطلېدو په اړه پیل کړه.

ولسمشریزو نوماندانو ۲۴ ساعته وخت درلود چې خپل شکایتونه د رایو د باطلېدو د بهیر په اړوند ثبت کړي چې نن مازدیګر پنځه بجې پای ته ورسید.

د رایو د بیا شمېرنې او ارزونې بهیر د افغانستان د ټاکنو کمېسيون او ملګرو ملتونو څارونکو په څار د دواړو ټاکنیزو ډلو د څارونکو پرته ترسره شو.

ورته مطالب