لرغونی جام منار له ګواښ سره مخامخ دی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پېړیو بې پروایۍ او سېلاوونو وېره پیدا کړې چې دغه ۸۰۰ کلن تاریخي څلی ښايي ویجاړ شي.

چارواکي خبرداری ورکوي چې د افغانستان د غور ولایت لرغونی جام منار د ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

د پېړیو بې پروایۍ او سېلاوونو وېره پیدا کړې چې دغه ۸۰۰ کلن تاریخي څلی ښايي ویجاړ شي.

دغه ۶۵ متره څلی چې انګېرل کېږي د نړۍ دوهم تر ټولو جګ له خښتو جوړ منار دی، لا له وړاندې د ملګرو ملتونو له ګواښ سره مخامخ د نړیوال کلتوري میراث په لست کې شامل دی.

خو چارواکو بي بي سي ته ویلي چې دوی یې د خوندي ساتلو لپاره په کافي توګه پېسې نه لري او ښايي د نورو سېلاوونو له کبله دغه منار را وغورځېږي.

چارواکي وايي چې د تېر کال سېلاوونو یې بنسټ ته ډېر تاوان رسولی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر ټولو ستر ګواښ دا دی چې د جام منار په یوه دره کې د سیند او جګو غرونو تر منځ ولاړ دی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغه دایروي منار په پېچلي ډول د خښتو کارونې، هندسي ښکلا او ډبر لیکنو لپاره شهرت لري خو اوس د کږېدو په حالت کې دی.

دوی وايي چې یو نوی دفاعي دېوال جوړ شوی او د منار د ټینګښت لپاره ځینې نور کارونه هم ترسره شوي خو دا یې د خوندي کولو لپاره بسیا نه کوي.

دغه دایروي منار په پېچلي ډول د خښتو کارونې، هندسي ښکلا او ډبر لیکنو لپاره شهرت لري.

خو ځايي چارواکو بي بي سي ته وویل چې د ښکلا لپاره یې کار شوي ۲۰ تر ۳۰ سلنه خښتې غورځېدلې دي او دا چې منار د کږېدو په حالت کې دی.

د نږدې سیند توږنۍ او غېر قانوني کیندنې د منار پایښت پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښونه دي.

د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان (یونیسکو) وايي له هغې راهیسې چې دغه منار په ۱۱۹۴ کال کې جوړ شو، تر اوسه په کې د بیا رغونې هېڅ راز کار نه دی ترسره شوی.

یو مهال دغه ځای د نړیوالو سیلانیانو تر منځ ډېر شهرت درلود خو په سیمه کې د امنیتي ستونزو له کبله یې اوس ډېر کم خلک لیدو ته راځي.

د غور کلتوري فعالین وايي دوی غواړي چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر د دغه منار لیدو ته راشي او د خوندي ساتلو لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي.

لسیزو جګړو په افغانستان کې د لرغونو او تاریخي ځایونو د خونديتابه کار ډېر ستونزمن کړی دی.

تر ټولو مشهوره بېلګه په کې د بامیان د بودا مجسمې دي چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبانو ویجاړې کړې. دیارلس کاله وروسته، تر اوسه هم پرېکړه نه ده شوې چې پر دغه ځای باید څه وشي.

ورته مطالب