ګاز واردوونکو ته د افغان حکومت خبرداری

په داسې حال کې چې د ټاکنو له لانجمنېدو وروسته په هېواد کې د ځینو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي سره سم، د سونتوکو بیه تر هر بل وخت ډېره لوړه شوې، د سوداګرۍ وزارت د سونتونکو واردوونکو ته خبرداری ورکړی، که چېرې د ګازو بیه راټيټه نه کړي، جوازلیکونه به یې لغوه کړي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان بازارنونو کې د یوه کیلوګرام ګازو بیه تر ۱۵۰ افغانیو پورې رسېدلې ده، چې ان ځینو ګاز پلورونکو خپل دوکانونه تړلي دي.

په هېواد کې روان ټاکنیز لانجمن بهیر او ناامني د بیو د لوړوالي اصلي لامل ګڼل شوی، چې د ځینو پانګه والو په اند، د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدا پورې خپلې پانګې په خطر کې نه شي اچولی.

کابل ښاریان په ځینو بازارونو کې ګاز کم خو په ځینو نورو کې بیا د ګاز نه موندل کېدو شکایت لري.

د ګازو بیه پر داسې مهال لوړه شوې، چې په وروستیو کې زیاتره افغانان پخلی په ګازو کوي، خو تر ډېره د کابل نانوایان له ګازو ګټه اخلي.

افغانستان هر کال له ۲۰۰ تر ۳۰۰ زرو ټنو ګاز ته اړتیا لري، چې یوازې ډېره لږه سلنه یې د سوداګرۍ وزارت د تېلو او اوبلن ګاز پر ریاست پورې تړلې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، که ګاز پلورونکي د ګازو بیه کمه نه کړي، نو دوی به یې جواز لغوه کړي:

''موږ هر انتخاب لرو؛ جواز يې لغوه کوو، شرکت يې تړو، په تور لست کې يې راولو که دا کارونه اغېزمن پرې نه وځي، موږ په يوه طرحه په بېړه کار کوو چې له مخې به يې د ګازو واردول د سوداګرۍ په وزارت او يا هم د دغه وزارت په اجازه پورې تړلې وي. د افغانستان حکومت به پخپله د ګازو قرارداد وکړي''.

ددغه ریاست چارواکي وايي، که څه هم ګاز خرڅوونکو ته یې د یوې کیلو ګازو بیه ۴۸ افغانۍ ټاکلې ده، خو هغوی یې پخپله خوښه خرڅوي.

دغه ریاست دا ادعا هم کړې، چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې یې د ګاز خرڅولو نژدې پنځوس غرفې جوړې کړې دي.

دا مهال دغه ریاست نژدې شل زره ټنه ګاز پخپلو زېرمو کې لري، چې سربېره پر دې هره ورځ یوه اندازه ګاز واردوي.

په تېر جولای کې افغان حکومت د سونتوکو د دوو لویو شرکتونو د فعالیت جواز ځنډولی. پر دغو شرکتونو تور دی چې د یو ناسالم رقابت په ترڅ کې یې په ترکمنستان کې ګاز په لوړه بیه پېرلي او د افغانستان اقتصاد یې د خپلې ګټې لپاره ګډوډ کړی.

ورته مطالب