جلال اباد کې د ملي امنیت پر ریاست ځانمرګی برید شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption له برید سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي.

د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار کې د ملي امنیت پر ریاست دوو چاودنو لږترلږه شپږ کسان وژلي او ۴۶ نور یې ټيیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزي بي بي سي ته وویل، د شنبې په ورځ ګهیځ وختي شاوخوا پنځه بجې د ملي امنیت پر ریاست لومړی یوه لویه موټربم چاودنه وشوه، او بیا یوه بله چاودنه وشوه.

که څه هم تر اوسه په دقیق ډول د وژل شویو هویت نه دی ښودل شوی، خو عبدالزی وايي، په برید کې د ملي امنیت د یوه کارکوونکي د وژل کېدو او د درو نورو د ټپي کېدو خبر تایید شوی دی.

د برید انځورونه وګورئ

د جلال اباد د روغتون چارواکي وايي، دوی ته شپږ مړي او ۴۶ ټپیان ور وړل شوي، چې ۱۹ ټپیان تر سربېرنې درملنې وروسته رخصت شوي او ۲۶ نور لاهم تر تداوۍ لاندې دي.

په جلال اباد کې د بي بي سي خبریال ببرک میاخېل وايي، د ملي امنیت ودانۍ شاوخوا د استوګنې کورونه دي، چې ګڼ ولسي وګړي د ښیښو د ماتېدو له کبله ټپیان شوي دي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، دا برید د دوی کسانو کړی او د ډېرو تلفاتو اړولو ادعا یې کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ختمېدونکې اګست پر ۲۴ هم د جلال اباد ښار په سوېل کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان د موټربم چاودنې پایله کې شپږ امریکايي پوځیان ټپیان شوي وو.

د ملي امنیت ریاست د جلال اباد ښار ختیځ کې پر شاوخوا شپیتو جریبو ځمکې جوړ شوی، چې ډېرې دروازې لري. برید یې په شمالي دروازه کې شوی.

زموږ خبریال وايي، تر لومړۍ چاودنې وروسته شاوخوا یو نیم ساعت ډزې روانې وې.

امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، چې ساحه تصفیه کړي.

د ختمېدونکې اګست پر ۲۴ هم د جلال اباد ښار په سوېل کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان د موټربم چاودنې پایله کې شپږ امریکايي پوځیان ټپیان شوي وو.

ورته مطالب