د افغان تلویزیونونو سیستم رسماً ډیجیټل شو

امیرزی سنګین د انځور حقوق BBCPersian.com
Image caption د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین د پرانیستو په مراسمو کې وویل، په تېرو لسو کلونو کې افغانستان د برېښنايي رسنیو په برخه کې "بې ساری" پرمختګ درلود.

د افغانستان حکومت د رادیو تلویزیون خپرولو زاړه انالوګ سیستم ته په خدای پاماني سره د ډیجیټل رسنیو نوي پړاو ته ننوت.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي د نوي سیستم پرانیستونکې غونډې ته ورغلی و، او دا ګام یې د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې یو ښه ګام وباله.

د مخابراتو وزارت وايي، د تلویزیوني او راډیويي ډیجټل څپو خپرولو خدمتونه د اې بي ایس په نامه یوه شرکت ته حواله شول، چې په پیل کې به کابل کې د ۶۰ تلویزیوني چینلونو خدمتونو وړاندې کولو ته اوږه ورکړي.

وړاندې دغه وزارت ويلي وو، د تلویزیون لومړني ډیجیتلي سیستم د جوړېدو جواز د اسیا مشورتي شرکت ته ورکړی و.

یاده سرچینه وايي، د تلویزیوني ډیجیټل کېدو چارې به په دویم ګام کې په هرات، مزار شریف، غزني، کندهار او جلال اباد کې پیل شي.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین د پرانیستو په مراسمو کې وویل، په تېرو لسو کلونو کې افغانستان د برېښنايي رسنیو په برخه کې "بې ساری" پرمختګ درلود.

د نوموړي په خبره، دا مهال د افغانستان پلازمېنه کابل کې ۳۵ تلویزیونونه او ۶۲ اردیوګانې او په ولایتونو کې ۵۴ تلویزیونونه او ۱۶۰ رادیوګانې فعالیت کوي:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي د نوي سیستم پرانیستونکې غونډې ته ورغلی و، او دا ګام یې د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې یو ښه ګام وباله.

"په یوه هېواد کې د لسو کلونو دا ډول پرمختګ بې ساری دی. د نړۍ په هېڅ ځای کې په دومره لږ وخت کې دومره ډېر پرمختګ نه دی شوی. ویلی شم چې په دې برخه کې د سیمې هېوادونو په کتار کې لومړی یو".

پر همدې مهال، د مخابراتو وزیر وویل، د برېښنايي رسنیو د پراختیا په برخه کې لاهم ستونزې شته، ان د زابل، اروزګان، پکتیکا او نورستان په څېر په ځینو ولایتونو کې تلویزیونونو ته لاسرسی هم ګران دی.

نوموړي وویل، ستونزه ټوله له "اقتصادي" پلوه راپورته شوې ده.

ښاغلي سنګین زیاته کړه، په افغانستان کې د انالوګ په سیستم د یوه تلوېزیون پروګرامونه خپرول ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، چې اوسمهال د افغانستان د تلویزیونونو لپاره ددغه مبلغ پوره کول ممکن نه دي.

خو د هغه په وینا، له انالوګ نه ډیجټل سیستم ته اوښتل د تلویزیونونو په پراختیا او ښه والي کې ډېره همکاري کولی شي:

"اوس موږ اړ نه یو چې هر تلویزیون دې په هر ښار کې د خپرونو لپاره یو آنتن ولري. اوس به موږ په ټول هېواد او په ټولو ښارونو کې یو څلی ولرو چې په مټ یې ټول تلویزیونونه خپرونې وکړي."

امیرزي سنګین وویل، تر دې وروسته به له ډیجیټل سیستم نه په ګټې اخیستو سره، تلویزیونونه په لږې پانګونې ښه پروګرامونه وړاندې کولی شي او د خپرونو لمن به یې ډېره پراخه شي.

Image caption فغان سټ ۱ سپوږمکۍ ته د تلويزيونونو خېژولو بيه مناسبه ده.

افغانستان د تېر کال په ژمي کې د "افغان سټ۱" په نامه یوه سپوږمکۍ په کرایه کړه، چې د روان کال د غوايي پر ۲۰ یې رسماً فعالیت پیل کړ.

دغه سپوږمکۍ به د تلویزیوني څپو خدمتونه هم وړاندې کوي، چې دمګړۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت په وینا، لس تلوېزیونونه ددغو خدمتونوله لارې خپرونې کولی شي.

د نړیوال ټېلي کمیونیکېشن سازمان د سپارښتنې پر اساس، ټول هېوادونه مکلف دي چې تر ۲۰۱۵ کال پورې خپلې ټلویزیوني شبکې ډیجیتل سیستم ته واړوي چې ډېرو هېوادونو دا سیستم پلي کړی او په یو شمېر نورو کې هم دا چاره د عملي کېدو په حال کې ده.

ورته مطالب