۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د ناټو ماموريت څنگه ارزوئ؟

د انځور حقوق AFP

په پام کې ده د ناټو په دوه ورځينۍ سرمشريزه کې چې د پنجشنبې پر ورځ د بريتانيا په ويلز کې پيلېږي، په رسمي ډول اعلان وشي چې د روان ميلادي کال په پاى کې به افغانستان کې د ناټو جگړييز ماموريت پاى ته رسېږي.

د ناټو سرمنشي اندرېس فو راسموسن په وينا له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغان ځواکونو روزنه، مشوره او مرسته د ناټو د ماموريت مهمې دندې وي.

د ستاسې غږ د دې اوونۍ په پروگرام کې غواړو له تاسو واورو چې آيا تاسو د ناټو ماموريت له دغو دندو خبر ياست او د افغانستان د راتلونکې ثبات لپاره يې څنگه ارزوئ؟

نو په پروگرام کې د غږېدا لپاره د پنجشنبې په ماښام خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ ووهئ:

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

او تاسو دارنگه کولى شئ چې د بي بي سي پر پښتو فيسبوک پاڼه هم خپل پيغامونه پرېږدئ.

ورته مطالب