اسلامي حزب له "داعش" سره د تړاو امکان رد کړ

Image caption تر دې وړاندې د اسلامي حزب وسله والو بي بي سي ته ویلي وو چې د "اسلامي دولت" له جنګیالیو سره د یوځای کېدو په اړه فکر کوي.

د اسلامي حزب ویاند هارون زرغون له داعش "اسلامي دولت" ډلې سره د تړاو امکان رد کړی دی.

تر دې وړاندې، میرویس چې ځان د اسلامي حزب قومندان بولي بي بي سي ته ویلي وو، چې د "اسلامي دولت" له جنګیالیو سره د یوځای کېدو په اړه فکر کوي.

میرویس ویلي و، که چېرې ثابته شي چې "اسلامي دولت"-اشاره یې "داعش" ته وه- رښتیا هم اسلامي خلافت دی، نو وسله وال به یې ورسره یوځای شي.

خو د اسلامي حزب ویاند هارون زرغون وویل چې د میرویس په نامه د دوی هېڅ یو قومندان نه شته او دا چې د اسلامي حزب د "اسلامي دولت" له جنګیالیو سره د یوځای کېدو خبره غلطه ده.

هارون زرغون وویل هغو پاڼو سره هم هیڅ تړاو نه لري چې سرحدي سیمو، د افغان کډوالو په پنډغالو او پېښور کی وېشل شوې چې په کې د "اسلامي دولت" لپاره د ملاتړ غوښتنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې "اسلامي دولت" ډله عراق کې د "امریکا د ظالمانه پالیسیو له کبله" پیدا شوې ده.

خو میرویس بیا ویلي وو: "داعش پېژنو، او د دغې ډلې له ځینو عناصرو سره مو اړیکي شته. موږ دې ته په تمه یو چې ایا داعش د اسلامي خلافت شروط پوره کوي او که نه. که چېرې موږ ته ثابته شي، چې پوره کوي یې، نو زموږ مشرتابه به یووالی ورسره اعلان کړي".

بل خوا دا مهال طالبانو له افغان ځواکونو سره په ۱۴ ولایتونو کې جګړې پیل کړې دي، چې یوه بېلګه یې د شمالي بغلان ولایت مرکز پل خمري شاوخوا ناامنۍ دي.

Image caption اسلامي حزب هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې ګنی د "اسلامي دولت" له جنګیالیو سره د یوځای کېدو په اړه فکر کوي.

اسلامي حزب په ځینو داسې ناوړه کړنو تورن شوی، چې ان د طالبانو تحریک هم ځینې مهال کرکه ترې لري.

دغه حزب د بهرنیو خبریالانو په منځ کې هم مینه وال نه لري.

دوی د تېرې پېړۍ اتیایمه لسیزه کې هغه مهال ډېر مشهور شو، چې د بي بي سي یو عکاس یې د خپلو عملیاتو د پوښښ لپاره بللی و، خو بیا وروسته یې د شپې مهال له دې کبله وژلی و، چې توکي یې ولوټي او خرڅ کړي.

له لویې لارې پر یوې جلا شوې لارې چې له پل خمري نه شمال ته غځېډلې، میرویس له تپې تیارې راښکاره شو، او ګوتې په ماشه یو شمېر ساتونکي ورسره روان وو.

د میرویس له څېرې د هغه منطق او عقلانیت له ورایه ښکارېده، په ډاګه یې خپل هدف او فکر راته بیان کړ.

میرویس وویل: "په اصل کې زموږ ستونزه له امریکایان وسره ده، خو الحمدلله تېښتې ته مو اړ کړي، خو د یوه اسلامي دولت تر جوړېدو پورې به خپلو جګړو او هدف ته تر رسېدو پورې دوام ورکړو".

میرویس دا ونه ویل چې د لوېدیځو ځواکونو تر وتلو وروسته به د طالبانو د تحریک او کابل حکومت ترمنځ د جوړجاړي څومره امکان وي، خو ښکاري چې دوی له اسلامي دولت پرته نور څه نه مني.

ورته مطالب