د جان کېري مرستیال فرانتس کابل ته رسېدلی

Image caption ښاغلی فرانتس به د ښاغلي جان کېري پر لومړیتوبونو ټینګار وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړي، چې د بهرنیو چارو وزیر جان کېري مرستیال داګ فرانټس کابل ته رسېدلی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلی فرانټس د 'واک سوله ییز انتقال' په اړه د اوباما حکومت پیغام له ځانه سره وړی.

اعلامیه زیاتوي، ښاغلی فرانټس به په دې هم ټینګار وکړي، چې ښاغلی جان کېري د رایو بیا ارزونې او ملي وحدت حکومت د جزیاتو پر سر هوکړې رامنځته کېدو ته قایل دی.

وړمه ورځ د عبدالله عبدالله ټاکنیز مرکز ویلي و، چې که غوښتنې یې و نه منلې شي، د ملي وحدت حکومت له مذاکراتو به په شا شي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند حسین فاضل سانچارکي پرون (سپتمبر۲) ویلي و، چې دوی به څو ساعته نور هم دیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي او په وینا یې نړیوالې هڅې پیل شوې دي.

نوموړي ویلي و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له عبدالله عبدالله سره تلیفوني خبرې کړې او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش، د امریکا سفیر، او د اروپایي ټولنې سفیر هم له عبدالله سره خبرې کړې او مذاکرات روان دي.

بل لور ته د اشرف غني احمدزي ټاکنیزې ډلې د خپلې سیالې ټاکنیزې ډلې دغه پرېکړه 'بېړنیزه او د هېواد د لوړو ګټو خلاف' وبلله.

ورته مطالب