محمدي: "نړۍ له افغانستان سره خپله ژمنه تازه کړه"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د دفاع وزیر وايي د ناټو په غونډه کې د دغې ټولنې غړو هېوادونو نړیوال امنیت ته د افغانستان پر ارزښت ټینګار وکړ او افغانستان سره یې د مرستې خپله ژمنه بیا تازه کړه.

ښاغلي محمدي دغه څرګندونې د ناټو د کنفرانس په څنډو کې خبریالونو ته وکړې.

نوموړي هیله وښوده چې له افغان ځواکونو سره به د ۴،۱ میلیارد ډالرو کلنۍ بودیجه لوړه شي.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د ناټو له سر مشریزې نه وړاندې د هېواد د پوځي بودیجې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

نوموړي ویلي وو چې د شیکاګو د سرمشریزې پر مهال د افغانستان د ځواکونو شمېر ۲۲۰ زره و چې اوس دا شمېر ۳۵۰ زرو ته لوړ شوی او د ۴،۱ میلیارد ډالر کلنۍ بودیجه ورته بسنه نه کوي.

ښاغلي محمدي دغه راز وویل چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې د نړیوالو مرستې ته اړتیا لري.

خو زیاته یې کړه چې افغانستان کې تر هغې بشپړ ثبات نه شي راتلای چې د ترهګرۍ ځالې چې له افغانستانه بهر دي له منځه یوړل نه شي.

همدار راز د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن افغانستان سره د دوامدراه مرستو ژمنه وکړه خو په دې هېواد کې یې د ناټو د پاتې کېدونکو سرتېرو شمېره په ډاګه نه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو مرستیال مشر سټیفن ایوانذ یوې مقدماتي غونډې ته ویلي وو د روان کال تر پایه به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۱۲ زره ته را ټیټ کړي.

ښاغلي ایوانذ دغه ډول ویلي و چې د ناټو د ځواکونو ماموریت به روزنه او سلا مشورې وي.

افغانستان د دغه سرمشرېزی د سر موضوع ده او په تړاو یې بحث په دریو محورونو څرخي:

۱. د ماموریت څرنګوالی

۲. مالي مرسته

۳. د دوامداره ملګرتیا تر نامه لاندې په نورو برخو کی د افغانستان ملاتړ.

د ناټو ځواکونو مرکزونه به په بګرام، مزار، کندهار ننگرهار، او هرات کې وي.

"ښاغلي راسموسن نن په خبري غونډه کی ټینګار وکړ چې دغه ټولې مرستې، او همدا راز افغانستان کې د امریکا د سرتېرو شتون او د ناټو حقوقي وضیعت د امنیتي تړون لاسلیکېدو پورې تړلې دي."

په دې تړاو، افغانستان سره تر ۲۰۱۷ کاله پورې د مرستې ژمنه شوې خو تر دې مودې وروسته هم د مرستو د غځېدو او د کچې د لوړېدو شونتیا رد نه شوه.

خو ښاغلي راسموسن وویل د دواړو نوماندانو دا وینا چې که بریالي شي نو د دندې له پیلولو سره سم به امنیتي تړون لاسلیک کوي دی هڅولی دی.

په همدې حال کی د بریتانیا په ټایمز ورځپاڼه کې راغلي چی یو جگپوړی افغان چارواکی چی د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره راغلی و، په بریتانیا کې پناه غوښتې خو نورو سرچینو لا دا خبره نه ده تاید کړې.

ورته مطالب