غزني کې پر دولتي ودانیو برید ۱۰ کسان وژلي

د انځور حقوق EPA
Image caption په دا وروستیو کې په غزني ولایت کې ناامني ډیره شوې

د غزني والي موسی خان اکبر زاده بي بي سي ته وویل، چې په دغه برید کې له ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي. چارواکي وايي، غزني کې پر دولتي ودانیو د وسله والو طالبانو هغه برید کې، چې په چاودېدونکو توکو بار لارۍ په وسیلې یې وکړ لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي.

سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، چاودنه ډېره زوروره وه، چې وايي د پېښې په ځای کې یې یو شمېر دولتي ودانۍ ویجاړې کړې او ان څلور کیلومتره لرې پرتو کورونو ته یې زیان اړولی.

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو له چاودنې وروسته متقابلو ډزو کې ټول ۱۹ بریدګر وژلي دي.

د پنجشنبې په ګهیځ‌ (سپتامبر ۴) شاوخوا شپږ بجې لومړۍ چاودنه واورېدل شوه وروسته بیا نښته رامنځ ته شوه.

برید ګرو غزني ولایت د چټک غبرګون قطعې او د ملي امنیت ریاست پر ودانیو بریدونه وکړل.

د غزني والي مرستیال محمد علي احمدي په وینا چاودنه د موټر بم په وسیله را منځ ته شوې د نوموړي په خبره برید ګرو لومړی د ملي امنیت په ریاست برید وکړ او وروسته د یوه هوټل چت ته وختل او بر نورو ودانیو یې هم ډزې وکړې.

دی وايي، چې برید کوونکي پر امنیتي ادارو د پولیسو د چټک غبرګون قطعي، د جنایي مدیریت، ولایتي شورا، او نورو دولتي ادارو پر ودانیو ډزې وکړې، چې وايي دا نښته اوس پای ته رسېدلې.

د اوښتو سر زیانو نو په اړه چارواکي بېلا بېل یې شمېرې ښي.

د غزني د امنیې قوماندان د امنیت امر اسدالله انصافي ویلي و، تر اوسه د دوی ۷ کسان ټپیان او ۳ نور وژل شوي دي.

بل لور ته د چټګ غبرګون قطعې قوماندان خان پاچا شیرزاد ویلي و، چې دوی ته هم د اتو تنو د سر زیان ور اوښتی دی.

د غزني د ملکي روغتون یوه ډاکتر باز محمد همت سهار وختي زموږ خبریال ته ويلي و، چې روغتون ته لسګونه ټپیان او یو مړی وروړل شوي دي.

نوموړی زیاته کړه، زیاتره ټپیان ولسي وګړي دي چې د ودانیو هیندارو ماتیدو له کبله ژوبل شوي.

د دې پیښې پړه طالبانو منلې او د وژنو شمېر مختلف بولي.

ورته مطالب