کرزی: د پغمان ډله ییز تېري تورن دې 'علني' اعدام شي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي پغمان کې پر ځینو افغان مېرمنو د ډله ییز جنسي تېري او لوټ تورنو ته د ژر اعدام غوښتنه کړې ده.

نوموړي په کابل کې د ښځو یوې ډلې ته په وینا کې د افغانستان له قاضي القضات نه وغوښتل، چې تورن کسان ژر او په علني توګه اعدام شي:

''د یوشمېر هغو غلو او لوټمارو قضیه مو ډېره جدي نیولې ده، چې پغمان کې یې زموږ له خویندو سره ناوړه چلند کړی و او هغوی یې لوټلې وې. تاسو پوهېږئ چې زه له اعدام سره سخت مخالف یم او په هر حالت کې مې مخالفت کړی، خو دغو کسانو ته مې اعدام وغوښت. د جمعې په ورځ چې امنیه قومندان او د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر راغلي وو، ما ورته وویل دوی به نیسئ او له قاضي القضات صاحب نه مې هیله دا ده چې پر دوی د اعدام حکم وکړي، چې ان شاء الله ژر به تطبیق شي. علني او ژر عملي شي.''

وړاندې، د افغانستان لویې څارنوالۍ وویلي وو، پر څلورو افغان مېرمنو د ډله ییز جنسي تېري تورنو کسانو دوسیې ابتداییه محکمې ته وړاندې کېږي.

د دغې پېښې په اړه ځايي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپورته شول او افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، دی شخصاً دغه دوسیه تعقیبوي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي بي بي سي ته وویل، دغه دوسیه د دوی د کارونو په لومړي سر کې ځای لري او وايي هڅه به یې دا وي، چې ژر تر ژره دغه دوسیه وارزول شي.

ښاغلی عزیزي وايي یوه صلاحیت لرونکې محکمه به دغه دوسیه وارزوي.

Image caption کابل پولیسو تورن کسان رسنیو ته وښودل.

د کابل پغمان کې پر څلورو مېرمنو د یوې ډلې نارینه وو ډله ییز جنسي تېری کم سارې پېښه ده او د یو شمېر مدني ټولنو فعالان د تورنو کسانو محاکمه غواړي او وايي باید د اعدام سزا ورکړل شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، که محکمه د کابل ډله ییز جنسي تېري عاملینو ته د اعدام سزا ورکړي، د دغه حکم په لاسلیک کې به ځنډ و نه کړي.

پولیس چارواکي وايي د دغې پېښې له اتو تورنو کسانو نه یې تر اوسه شپږ کسه نیولي دي او د پاتې دوو کسانو د نیولو هڅې کوي.

د کابل امنیې قومندان جنرال ظاهر پر خپله فېسبوک پاڼه هغه عسکونه خپاره کړي، چې وايي د دغه ډله ییز جنسي تېري پېښې قربانیانو تورن کسان پېژندلي او په اړه یې شاهدي ورکړې.

ورته مطالب