ابتدایه محکمې د پغمان د ډله ییز تېري تورن په اعدام محکوم کړل

Image caption ددې قضیې اړوند څارنوال په غلا او جنسي تېري کې لس کسان تورن اعلان کړل، چې تر اوسه یې اوه کسان نیول شوي او د درو نورو لټون روان دی.

د پغمان پېښې اوه تورن کسان چې پر مخونو يې تورې خولۍ کش وې او په پښو کې يې زولنې پرتې وې په کابل کې علني محکمې ته حاضر کړای شول.

که څه هم محکمې ته د ډله ییز جنسي تېري قربانیان نه وو حاضر شوي، خو په همدغه شپه د نورو پېښو د غلاوو او لوټمارۍ قربانیان ورغلي وو.

د دغې قضیې څارنوال د تورنو اعتراف او څرګندونې محکمې ته وړاندې کړې او وویل چې ټولو پر دې اعتراف کړی چې په دغه قضیه کې ښکېل وو.

د پنځو تورنو مدافع وکیلان هم محکمې ته راغلي وو، دوی ویل د موکلینو یې سپکاوی شوی او پر وړاندې یې له زور زیاتي کار اخیستل شوی.

خو د تورنو دوو کسانو، چې په محکمه کې یې خبرې وکړې، په دغه قضیه کې ځانونه بې ګناه ښودل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په دوی کې يو د پاخه عمر دی چې د دغې ډلې مشر بلل کېږي او د نورو عمرونه د ۱۹ او ۲۷ کلونو ترمنځ دي.

اوو واړو ته سور بخنې جامې وراغوستل شوې وې او سرونه يې يې لوڅ وو.

په دې علني محکمه کې د دوی د قضیې اړوند قاضي صفي الله مجددي وویل، دغو کسانو د پولیسو په یونیفورم کې د پغمان ده عربانو سیمه کې ولسي وګړي له موټره کوز کړي او نژدې باغ ته یې وړي او هلته یې پر مېرمنو ډله ییز جنسي تېری کړی دی.

ښاغلي مجددي وویل، محکمې پنځو تورنو ته د ۳۵ کلونو بند ترڅنګ د اعدام سزا هم ورکړه او دوو نورو ته یې ۲۰ کلونه بند او اعدام سزا اورولې، چې په وینا یې تورن د استیناف غوښتنه کولی شي.

نوموړي اوه واړه تورن په ځمکه کې "فساد خپروونکي" وبلل چې په وینا یې پر خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.

هغه دا هم وویل، چې پنځو تورنو ته یې ۳۵ کلونه بند او د اعدام سزا ورکړه او دوو نور یې د زنا له توره سپین وختل، خو په ۲۰ کلونو بند او اعدام محکوم شول.

ددغو تورنو دوسیه تېره ورځ له لویې څارنوالۍ نه د کابل ابتدايه محکمې ته لېږدول شوې وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption په دوی کې يو د پاخه عمر دی چې د دغې ډلې مشر بلل کېږي او د نورو عمرونه د ۱۹ او ۲۷ کلونو ترمنځ دي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ټولو تورنو ته سوربخني کالي ور اغوستل شوي وو.

د تېرې شنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي د ښځو یوې ډلې ته په وینا کې له قاضي القضات نه وغوښتل، چې تورنو ته د اعدام سزا ورکړي او په علني توګه اعدام شي.

دغو تورنو نژدې دوه اونۍ مخکې پغمان ولسوالۍ کې دوې کورنۍ د واده له مراسمو د ستنېدو پر مهال درولې وې، د ښځو له ګاڼو لوټلو وروسته یې پر څلورو مېرمنو ډله ییز تېری کړی و.

ددې قضیې اړوند څارنوال په غلا او جنسي تېري کې لس کسان تورن اعلان کړل، چې تر اوسه یې اوه کسان نیول شوي او د درو نورو لټون روان دی.

د پغمان پېښې په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې د خلکو سخت غبرګون راپارولی او نن هم د کابل په ګډون په کندوز، غزني، باميان او بلخ ولایتونو کې مظاهرېوشوې او د تورنو لپاره يې د اعدام سزا غوښته.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د تورنو دوو کسانو، چې محکمې ورته د خبرو ورکړ، د پغمان په قضیه کې ځانونه بې ګناه وښوول

ورته مطالب