اوباما له دواړو نوماندانو بیا حل لاره وغوښته

د انځور حقوق NATO
Image caption ولسمشر اوباما یو ځل بیا له دواړو نوماندانو وغوښتل چې په خپلو کې د اختلافاتو پر سر خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو نه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د خبرو اترو په مرسته د ټاکنیزو لانجو حل لاره ومومي.

د دواړو نوماندانو ویاندویان وایې د ولسمشر اوباما د غوښتنې سره سم به یو ځل بیا دواړه نوماندان سبا (دوشنبه د سټمبر ۸مه) په خپلو کې د اختلافاتو پر سر خبرې وکړي.

په ملي وحدت حکومت کې د اجرایوي مشر د واکونو پرسر اختلافونه د دې لامل شوي چې د ټاکنو کمیسیون تر دې دمه د ټاکنو وروستۍ پایله نه ده اعلان کړې.

زمزمه نیازۍ له کابله په خپل رپوټ کې کاږي، د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو دوه ټاکنیزې ډلې وایې د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېر ماښام د دواړو ډلو له مشرانو سره خبرې وکړې او دواړه ډلې یې وهڅولې چې یو ځل بیا د شته توپیرنو پر سر خبرې اترې پیل کړي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې دلې یو غړی فضل رحمان اوریا وایي، ټاکل شوې وه چې نن(یکشنبه) دغه ډله خپل وروستی دریځ اعلان کړي.

نوموړی وایی د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په غوښتنه یې خپله وروستۍ پریکړه وځنډوله.

ښاغلی اوریا وایي" د دواړو نوماندانو تر منځ اصلي اختلاف د حکومت د اجراییوي مشر د واکونو پر سر دی چې تمه ده د ملي وحدت د حکومت په نوم جوړ شي.

ښاغلی عبدالله تمه لري هغه څوک چې د حکومت اجرایوي مشر وي، د کابینې ریاست هم پر غاړه ولري، خو ښاغلی احمدزی دا ګام ناقانونه بولي."

د تحول او تداوم د ټاکنیزې ډلې غړی صدیق پتمن وایې، دواړه نوماندان به سبا (دوشنبه) په خپلو کې خبرې وکړي.

نوموړی وایې" دوی هیله مند دي چې شته اختلافونه هوار شي او پایلې د اساسي قانون په رڼا کې اعلان شي."

ټاکنیز جنجالونه ځو ځلي د دې لامل شول چې امریکایې چارواکي کابل ته راشي او په خپله د امریکا ولسمشر ځو ځلې له دواړو نوماندانو سره خبرې کړې وې.

پرون(یکشنبه) ولسمشر حامد کرزي هم ویلي و چې افغانان نور د ټاکنو له اوږدې لانجې ستړي شوي دي او په دواړو کاندیدانو یې یو ځل بیا غږ وکړ چې ژر تر ژره د ملي یووالي حکومت جوړ کړي.

ولسشمر ټينګار وکړ” موږ غواړو چې دوی یو ګډ حکومت جوړ کړي، یو ولسمشر او بل یې د حکومت اجرایوی مشر وي خو باید ژر دا کار وکړي.

موږ ټول له دوی سره یو او همکاري ورسره کوو. افغانستان مخالف ګوند او اپوزسیون ته اړتیا نه لري. بیخي نه”.

ښاغلي کرزي تېره اوونۍ له نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړي.

نوموړي د مېرمنو د یوې غونډې ګډونوالو ته وویل، دواړه نوماندان چې هرې هوکړې ته سره ورسېږي دوی درناوی ورته کوي او له دواړو غواړي چې هېواد له نا څرګند حالته وژغوري.

ورته مطالب