کرزي یوه اونۍ کې د واک پر سپارلو ټینګار کړی

د انځور حقوق
Image caption افغان حکومت هر کال د 'شهید' په نامه اونۍ لمانځي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو یوځل بیا غوښتنه وکړه، چې همدا نن یوې هوکړې ته ورسېږي.

کرزي په کابل کې د شهید اونۍ په پلمه د لویې جرګې خیمه کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل دا مهال د دواړو نوماندانو له خوا هېواد یوه نوي حکومت جوړېدو ته "سم لاسي" اړتیا لري:

"افغانستان خوار ژر یوه نوي حکومت ته اړتیا لري. زموږ د حکومت وخت پوره شوی دی. نوی حکومت غواړو او زموږ لپاره نوی حکومت ډاکټر صیب اشرف غني احمدزی او ډاکټر صیب عبدالله عبدالله جوړولای شي. د دوی اتحا او اتفاق او یوې نتیجې ته د دوی رسېدل که همدا نن وشي، زموږ په خیر کار دی."

د ولسمشر کرزي او دواړو نوماندانو په ګډون د لویې جرګې خیمې غونډې ته ګڼ سیاسي مشران او چارواکي ورغلي وو.

حامد کرزي هیله وښوده، چې د روانې اونۍ په بهیر کې نوی حکومت جوړ او واک وروسپارل شي.

دغې غونډې ته ورغلو کسانو د پخواني جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف تر خبرو وروسته یو بل پخوانی جهادي مشر صبغت الله مجددي خبرو ته پرې نه ښود.

همدا وو چې په جرګه کې د ننه د مجددي د خبرو په پیلولو سره غورېږ راپیدا شو، خو اړدوړ جوړوونکو ګډونوالو د عبدالله عبدالله دا خبرې هم بابیزه وګڼلې، چې ګني د "شهید ورځ" له سیاسي مسائلو سره ګډه نه کړي.

د انځور حقوق
Image caption صبغت الله مجددي خبرو ته پرې نه ښودل شو
د انځور حقوق
Image caption وړاندې هم ولسمشر حامد کرزي پر وخت د واک د لېږد ټینګار کړی و.
د انځور حقوق
Image caption د کابل ښار زیاتره هټۍ تړل شوې وې او خلکو د ممکنه ناامنیو وېره هم لرله

په وروستیو کې د افغانستان د سیاسي فضا د دواړو نوماندانو د ټاکنیزو ډلو ترمنځ یو څه ترینګلې شوې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ عبدالله عبدالله خپلو پلویانو ته وویل "د درغلیو پر بنسټ لاسته راغلې د ټاکنو پایلې به و نه مني."

خو د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ډلې یې په غبرګون کې وویل، لاهم هیله مند دي، چې دوه اړخیزې خبرې دوام پیدا کړي او دوی یې په درشل کې یوې پایلې سره ورسېږي.

وړاندې هم ولسمشر حامد کرزي پر وخت د واک د لېږد ټینګار کړی و.

د انځور حقوق ARG

ورته مطالب