پله نړېدو د بدخشان ۴ ولسوالیو ته لارې وتړلې

Image caption سیمه ییز چارواکي وايي که حکومت ددغې ستونزې د حل لپاره ژر ګام اوچت نه کړي نو د څلورو ولسوالیو خلک به سختو ستونزو سره مخ شي.

د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد او اشکاشم ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لویه لار د یوه پله څنډې ویجاړې شوې چې ورسره د دغه ولایت څلور سرحدي ولسوالیو ته غځېدل لار هم تړل شوې ده.

دغه پل د بدخشان په ناامنې ولسوالۍ وردوج کې له ګټې اخیستنې ایستل شوی.

په دې اړه خوشحال تایب په خپل رپوټ کې لیکي: دغه پل د وردوج ولسوالۍ په کزده کلي کې پروت دی، چې داود خان د حکومت پر مهال په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی وو. د کزده پل د اشکاشم سرحدي ولسوالۍ د بدخشان له مرکز فیض اباد سره تړي.

هره ورځ پر دغې لارې لسګونه لوی او واړه موټر تګ راتګ کوي.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور په وینا مخالفو وسله والو غوښتل چې دغه پل د چاودېدونکو توکو په وسیلې والوځوي، خو دغه پل د سیند دواړو غاړو ته د هغوی د تګ راتګ لپاره هم مهم بلل کیږي نو ځکه یې د پله په دواړو غاړو کې سترې کندې ایستلې دي او د موټرو د تګ راتګ پر مخ یې لار تړلې ده:

''زموږ یو سوکواټور د یوې پروژې د کار لپاره د زیباک ولسوالۍ په لور روان وو. مخالفینو هغه د کزده له پله سره ګرځولی او د پله دواړه خواوې یې یو کنده ایستلې. دوی پل نه دی نړولی خو لار یې بنده کړې ده. که دغه پل ونړیږي نو له ځینو سرحدي ولسوالیو لکه زیباک، اشکاشم، واخان او شغنان لارې د بدخشان له مرکز سره پرې کیږي. چې خلکو ته به اقتصادي او نور زیانونه واړوي.''

د وردوج ولسوالۍ لار له اوو میاشتو راهیسې د دولتي او ځینو نورو کسانو د موټرو پر مخ تړل شوې، ځکه په سیمه کې مخالف وسله وال ډېر واکمن دي.

له دغې لارې د زیباک، اشکاشم، واخان او شغنان ولسوالیو سربېره هغه کسان هم تیریږي چې د پآمیر په سیمه کې له بدخشان سره پر پوله ګډ سوداکریز بازار ته تګ راتګ کوي.

د سیمې د خلکو په وینا که د دغې لارې د بیا پرانیستو لپاره چټک ګامونه اوچت نه شي، کیدای شي د خلکو پر ورځني ژوند ژورې منفي اغېزې وکړي.

ورته مطالب