م.م: نوماندان باید اعلانېدونکې پایلې ومني

جيفري فلټمن د انځور حقوق
Image caption ښاغلي فيلټمن ويلي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې په برياليتوب سره پای ته نژدې کېږي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو پر سر راټوکېدلې لانجې دا ځل په سياسي چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستيال جيفري فلټمن پښه تر کابله وڅکوله.

په کابل کې د ملګرو ملتو سياسي دفتر يوناما يوه اعلاميه کې ويلي دي چې ښاغلي فيلټمن له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره د ټاکنيزې لانجې د غوڅېدو پر سر خبرې کړي دي.

ښاغلي فيلټمن ويلي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې په برياليتوب سره پای ته نژدې کېږي.

ده په کابل کې له نوماند اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله غوښتي چې پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي او د ارزونې هغه پايلې ومني چې په راتلونکو ورځو کې اعلانېږي.

جيفري فيلتمن دغه راز له نوماندانو غوښتي چې د ملي يووالي د حکومت جوړلو په تړاو په خپلو کړو ژمنو ودرېږي او د ده په خبره دا د افغانستان لپاره غوره لار ده.

د جولای پر دولسمه د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځګړتوب موافقه وکړه چې د نړیوالو تر څارنې لاندې د ټولو رايو له تفتيش وروسته به د انتخاباتو پايلې مني.

د ولسمشرۍ د ټاکنيزو ډلو د اختلاف اصلي ټکی د اجراييوي مشر پر صلاحيتونو دی او هر لوری د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په منځګړتوب شوې موافقه جلا جلا تعبيروي.

د انځور حقوق UNAMA
د انځور حقوق UNAMA

د عبدالله عبدالله ټاکنيزه ډله وايي اجراييوي مشر بايد د کابينې مشر هم وي، خو د اشرف غني په مشرۍ ډله دا غوښتنه له اساسي قانون وراخوا او د نه منلو بولي.

ښاغلي فيلټمن له دواړو کاندیدانو سره تر کتنې وروسته ویلي: ''زه دلته یم چې دواړو کاندیدانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ته یو پیغام ورسوم، چې مخته ولاړ شي. که زموږ د همکارۍ اړتیا وي، موږ چمتو یو. خو افغانستان باید پخپله د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.''

نوموړي دا هم ویلي، چې د خپل سفر لاسته راوړنې به سرمنشي ته ورسوي او ورته وبه وايي، چې دواړو کاندیدانو د ملي یووالي دحکومت جوړولو لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو ژمنه کړ ده.

ده دا هم ویلي، چې ملګري ملتونه په هر صورت کې د افغانستان یو ملګری پاتې کېږي:

''موږ د یوه داسې نوي فرصت په لټه کې یو، چې د افغانستان د امنیت، یووالي، ثبات او بریا لپاره لاسونه سره یو کړو.''

ورته مطالب