کرزی: دواړه نوماندان دې خپلمنځي لانجې غوڅې کړي

Image caption کرزي له دواړو نوماندانوسره داسې مهال خبرې کړې، چې دواړو نوماندانو پنځه ورځې مخکې له یو بل سره مخامخ خبرې هم لرلې.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنیزې لانجې د غوڅېدو په هدف د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي بي بي سي ته وویل، له دواړو نوماندانو سره جلا- جلا خبرې وشوې، خو په اړه یې ډېر جزییات ورنه کړل.

حامد کرزي په دې کتنه کې له دواړو نوماندانو غوښتي، چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې یوې بشپړې موافقې ته ورسېږي.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ډلې ویاند طاهر زهیر وايي، د اصلاحاتو او همګرايي ټیم هغه هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د ټولو رایو تر بشپړې ارزونې وروسته به پایلې مني.

خو په ورته حال کې د اصلاحاتو او همګرايي ټیم وايي، د سیال ټیم ځینې غړي یې په ارګ کې هڅه کوي، چې د خپلې خوښې پایله اعلان کړي.

وړاندې، اشرف غني احمدزي یوې خبري غونډې ته ویلي وو، د اساسي قانون پر سر "معامله" نه کوي، چې څرګنده اشاره یې د اجراییوي مشر واکونو ته وه.

د عبدالله د ټیم ویاند فاضل سنچارکي بي بي سي ته وویل، ښاغلي کرزي له عبدالله سره په کتنه کې ویلي، چې دواړه نوماندان د وروستيو پایلو تر اعلان مخکې یوې هوکړې ته ورسېږي.

په پام کې ده، چې د ټاکنو کمیسیون په روانه اونۍ کې د دویم پړاو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

وړاندې داسې ګنګوسې هم وې، چې ګني د یوه لنډمهالي حکومت د جوړېدو طرحه هم وړاندې شوې ده، خو د اصلاحاتو او همګرايي ټیم ویاند دا خبره "بې بنسټه" وبلله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په حضور د تېر چنګاښ پر ۲۱ دواړه نوماندان د ملي یووالي حکومت جوړولو پر موافقې سره یوځای کړل، چې بیا وروسته ټاکنیزې لانجې ډېرې شوې.

د تېر زمري پر ۱۷ د جان کیري په منځګړیتوب یوځل بیا دواړو نوماندانو ته یوه طرحه وړاندې شوه.

ددغې طرحې پربنسټ به په ټاکنو کې بریالی نوماند ولسمشر او بل نوماند اجراییوي مشر ټاکل کېږي، خو د دواړو ټاکنیزو ډلو ترمنځ د اجراییوي مشر د واکونو پرسر اختلافات رامنځ ته شول.

کرزي له دواړو نوماندانوسره داسې مهال خبرې کړې، چې دواړو نوماندانو پنځه ورځې مخکې له یو بل سره مخامخ خبرې هم لرلې.

بل خوا، د افغانستان د عالمانو سراسري شورا له دواړو نوماندانو غوښتي، چې د خبرو له لارې خپلمنځي اختلافونه حل او ژر د ملي یووالي حکومت جوړ کړي.

د انځور حقوق unama
د انځور حقوق unama

وړاندې، په سياسي چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستيال جيفري فلټمن ویلي وو، د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې په برياليتوب پای ته نژدې کېږي او نوماندان بايد د ارزونې هغه پايلې ومني چې په راتلونکو ورځو کې اعلانېږي.

ده په کابل کې له نوماند اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله غوښتي چې پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي او د ارزونې هغه پايلې ومني چې په راتلونکو ورځو کې اعلانېږي.

ورته مطالب