ننګرهار کې د ځمکو غصبول خلک اندېښمن کړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یوشمېر اړوند چارواکي وايي، په ننګرهار کې زرګونه جریبه ځمکه د زورواکانو له خوا لاندې شوې ده

د ځمکو لاندې کول او غصبول، هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې ورځ تر بلې پراخېږي او نوې بڼې غوره کوي.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ځمکو غصب نوې بڼه خپله کړې هغه دا چې یو شمېر زرورواکانو حکومتي ځمکې د ۵۰ یا تر هغه هم زیاتو کلونو پورې د یوه اندازه غنمو په بدل کې په اجاره اخیستې، بیا یې د نومرو په ډول پر خلکو پلورلې دي.

همدغه د ځمکو لاندې کول ددې لامل هم شوي، چې د ښار پرمختیايي پلان له ځنډ سره مخامخ شي. په دغه ښار کې د غاصبانو نوم اخیستل لویه ستونزه ده او ښايي له کبله یې ښاریان او دولتي سیمه ییز چارواکي یې خپل ژوند وبایلي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ‌ذبیح الله زمری وايي، د ننګرهار د ځمکو د غصبولو لپاره سیمه ییزو چارواکو زورواکانو او جګپوړو دولتي چارواکو یو تربله لاسونه ورکړي دي: "د غصب لاملونه مالوم دي، چې په دې کې محلي چارواکي، زورواکان او غاصبین او د دولت عالي رتبه چارواکي له دوی سره شریک دي. په ننګرهار کې په څو ډوله غصب شوی دی. یو ډول یې دا دی چې د ننګرهار ښار په شاوخوا کې د دولت اړوند ځمکې د یوه- دوو کورونو جوړولو لپاره غصب کړي، بل دا چې د قرارداد په نامه ځمکې غصب شوې، تر ۹۹ کلونو پورې د قرارداد په نامه ځمکې غصب شوې دي.''

یوشمېر اړوند چارواکي وايي، په ننګرهار کې زرګونه جریبه ځمکه د زورواکانو له خوا لاندې شوې ده.

یوه سیمه چې غصب شوې ده، هغه د ننګرهار کانال دی، چې څو مېنې په کې ودانې شوې او ځمکې یې په ناقانونه توګه پر خلکو پلورل شوې دي.

په دې ترڅ کې ان ددفاع، کرنې او پوهنې وزارتونو ځمکې هم غصب شوې دي.

Image caption د ځمکو لاندې کول د گڼ شمېر خلکو او حکومت لپاره يوه لويه ستونزه ده

په ننګرهار کې د غصب یو ډول دا دی چې یو شمېر زرورواکانو حکومتي ځمکې د ۵۰ یا ان تر ۹۰ کلونو پورې د یوه اندازه غنمو په بدل کې په اجاره اخیستې، بیا یې نومره کړې او پر خلکو یې پلورلې دي.

په مرګ ګواښل

یوشمېر اړوندو چارواکو بي بي سي ته ویلي دي په مرګ ګواښل شوي او ورته ویل شوي چې په دې برخه کې چوپه خوله پاتې شي.

د ننګرهار د قضايي بنسټ مشر عبدالقادر غیاثي هم په دې برخه کې پر خپلې بې وسۍ اعتراف کوي.

اوس ګڼ ننګرهاریان اندېښنه لري، او وايي که ځمکې لاندې کول همداسې روان پاتې شي ښار به په نا معیاري ډول پراخه شي او ان دا چې دغه ناقانونه مېشت ځایونه به د کرنې او بڼوالۍ مخه هم ونیسي.

تېر کال، د افغانستان ولسي جرګې د پلټنو په پایله کې موندلې وه، چې په دغه هېواد کې څه باندې یو میلیون جریبه ځمکه د داسې زورواکانو او اقتصادي مافیا لخوا غصب شوې، چې د یو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو لخوا یې ملاتړ کېږي.

ورته مطالب