د ولسمشرۍ کاندیدان یوې پرېکړې ته نژدې شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټولو رایو بیا ارزونه څو ورځې مخکې ختمه شوې،‌ خو کاندیدان لاهم پر یوې واحدې پرېکړې سره نه دي سلا شوي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دواړو نوماندانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت جوړولو پر سر بحثونه د یکشنبې په ورځ‌ یوځل بیا له سره پیل شوي دي.‌

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همګرايي ټیم و وايي، لاهم د ملي یووالي د حکومت جوړولو پرسر د دواړو کاندیدانو ترمنځ‌ اختلاف نه دی حل شوی،‌ خو دواړې غاړې هڅه کوي چې دغه اختلاف ژر له منځه ولاړ شي.

د عبدالله ټاکنیزې ډلې غړی فضل رحمن اوریا وايي، دواړه کاندیدان دا مهال پر هغو خبرو بوخت دي، چې د اختلافي موضوعاتو لپاره حل لاره ولټوي.

ښاغلي اوریا وویل،‌ کاندیدانو نن د یکشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته خبرې یوځل بیا پیل کړې.‌

خو د تحول او تداوم ټیم ویاند فیض الله ذکي بي بي سي ته وویل، له هر ځل کتنې وروسته پرمختګ شوی، ددواړو ټیمونو طرحې او نظریات د خبرو بحث کې مطرح شوي او هڅه دا ده چې د ملي يووالي حکومت جوړولو لپاره دواړه ټیمونه سره نژدې شي:‌

''لیرې نه ده چې په نژدې ورځو یا ان څو ساعتونو کې به ډېرې پرېکړې نهايي شي.''

د دواړو کاندیدانو ترمنځ‌ د اختلاف لوی ټکی د اجراییوي مشر د واکونو پرسر دی،‌ چې د عبدالله ډله وايي، اجراییوي مشر باید د کابینې مشر هم وي، خو د اشرف غني ټاکنیز ټیم دا کار د اساسي قانون خلاف بولي.

نه بدلېدونکی دریځ‌

د اشرف غني ویاند د تازه خبرو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل، خو وویل چې د اساسي قانو د تطبیق په تړاو یې دریځ‌ نه بدلېدونکی دی،‌ چې دواړه غاړې باید د اساسي قانون په رڼا کې یوې موافقې ته ورسېږي.‌

د عبدالله ټاکنیزه ‌ډله بیا د دواړو ډلو ترمنځ د وړاندې شویو طرحو خبره کوي او وايي ځینې اختلافونه حل شوي، خو پر څلورو اختلافونو لاهم د نظر اختلاف موجود دی.‌

فضل رحمن اوریا دغه درې اختلافي مسائل یاد نه کړل،‌ خو ټینګار یې دا و کله چې دغه اختلافات په بشپړ ډول حل شي، دواړه ټیمونه به یو ګډ پرېکړه لیک لاسلیک کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د اجراییوي مشر د واکونو پر سر اختلاف لري.

وروسته تر هغه چې د افغان ټاکنیزې لانجې له کبله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري پښې دوه ځلې تر کابله وڅکول شوې،‌ د ټولو رایو د ارزونې او د ملي یووالي د حکومت جوړولو موضوع ګانې دواړو کاندیدانو ته وړاندې شوې.‌

خو په وروستیو کې ټاکنیزې لانجې ددې لامل شوې،‌ چې د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی افغانستان ته په سفر کولو او له دواړو کاندیدانو سره کتلو ته اړ شو.‌

تېره ورځ‌ ولسمشر کرزي هم له دواړو کاندیدانو سره وکتل.‌

حامد کرزي له دواړو کاندیدانو سره په جلا جلا کتنو کې د ټاکنیزې لانجې د غوڅولو غوښتنه کړې او د عالمانو شورا هم هېواد له اوسني کړکېچه د وتلو لپاره د دواړو کاندیدانو موافقه اړینه بللې وه.‌

ورته مطالب