د پغمان د ډله ییز تېري پنځو تورنو ته د اعدام سزا واورول شوه

Image caption د کابل د استيناف محکمې مشر صدیق الله حقيق دغه سزا له کابو درې ساعته علني محکمې وروسته تورنو ته واوروله

په پلازمېنه کابل کې د استيناف محکمې د پغمان د پېښې د اووه تورنو له ډلې پنځه کسه په اعدام او دوه نور په ۲۰، ۲۰ کاله بند محکوم کړل.

پر دوی تور دی چې په وسلوالې غلا او پر ښځو د جنسي تېري پېښو کې ښکېل دي او ابتدايه محکمې اووه واړو ته د اعدام سزا ورکړې وه.

د کابل د استېناف محکمې مشر صدیق الله حقيق وویل چې پر پنځو تورنو کسانو د سړي تښتونې، د ډله ییز جنسي تېري او د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي په ګډون پنځه تورونه ثابت شوي.

نوموړي دغو پنځو کسانو ته د اعدام سزا واوروله.

ښاغلي حقیق وویل چې د پغمان په پېښه کې د دوو نورو تورنو کسانو ښکېلتیا ثابته نه شوه خو نوموړي زیاته کړه چې د وسلې پر زور د غلا یا لوټمارۍ تور پرې ثابت شوې او له دې امله یې دواړو تورنو کسانو ته د شلو شلو کلونو بند سزا ټاکلې.

د کابل د استيناف محکمې مشر صدیق الله حقيق دغه سزا له کابو درې ساعته علني محکمې وروسته تورنو ته واوروله.

قاضي وویل چې د محکمې پرېکړه وروستۍ نه ده او تورن کسان کولای شي چې سترې محکمې ته مراجعه وکړي.

د همدې قضیې په تړاو ابتدایي محکمې پنځو تورنو کسانو ته د ۳۵ کلونو بند ترڅنګ د اعدام سزا هم ورکړې وه او دوو نورو ته یې د ۲۰ کلونو بند او اعدام سزا اورولې وه.

د ابتدایي محکمې پرېکړه

د پغمان پېښې اوه تورن کسان چې پر مخونو يې تورې خولۍ کش وې او په پښو کې يې زولنې پرتې وې په کابل کې علني محکمې ته حاضر کړای شول.

Image caption قاضي وویل چې د محکمې پرېکړه وروستۍ نه ده او تورن کسان کولای شي چې سترې محکمې ته مراجعه وکړي

که څه هم محکمې ته د ډله ییز جنسي تېري قربانیان نه وو حاضر شوي، خو په همدغه شپه د نورو پېښو د غلاوو او لوټمارۍ قربانیان ورغلي وو.

د دغې قضیې څارنوال د تورنو اعتراف او څرګندونې محکمې ته وړاندې کړې او وویل چې ټولو پر دې اعتراف کړی چې په دغه قضیه کې ښکېل وو.

د پنځو تورنو مدافع وکیلان هم محکمې ته راغلي وو، دوی ویل د موکلینو یې سپکاوی شوی او پر وړاندې یې له زور زیاتي کار اخیستل شوی.

خو د تورنو دوو کسانو، چې په محکمه کې یې خبرې وکړې، په دغه قضیه کې ځانونه بې ګناه ښودل.

په دوی کې يو د پاخه عمر دی چې د دغې ډلې مشر بلل کېږي او د نورو عمرونه د ۱۹ او ۲۷ کلونو ترمنځ دي.

اوو واړو ته سور بخنې جامې وراغوستل شوې وې او سرونه يې يې لوڅ وو.

په دې علني محکمه کې د دوی د قضیې اړوند قاضي صفي الله مجددي وویل، دغو کسانو د پولیسو په یونیفورم کې د پغمان ده عربانو سیمه کې ولسي وګړي له موټره کوز کړي او نژدې باغ ته یې وړي او هلته یې پر مېرمنو ډله ییز جنسي تېری کړی دی.

ښاغلي مجددي وویل، محکمې پنځو تورنو ته د ۳۵ کلونو بند ترڅنګ د اعدام سزا هم ورکړه او دوو نورو ته یې ۲۰ کلونه بند او اعدام سزا اورولې، چې په وینا یې تورن د استیناف غوښتنه کولی شي.

نوموړي اوه واړه تورن په ځمکه کې "فساد خپروونکي" وبلل چې په وینا یې پر خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.

هغه دا هم وویل، چې پنځو تورنو ته یې ۳۵ کلونه بند او د اعدام سزا ورکړه او دوو نور یې د زنا له توره سپین وختل، خو په ۲۰ کلونو بند او اعدام محکوم شول.

ددغو تورنو دوسیه تېره ورځ له لویې څارنوالۍ نه د کابل ابتدايه محکمې ته لېږدول شوې وه.

ورته مطالب