مزارشریف کې افغان خبریاله وژل شوې

د انځور حقوق Pajhwak

د افغانستان شمال بلخ ولایت په مزارشریف کې یوه افغان خبریاله پلوشه توخۍ د یوه ناپېژندل شوي کس له لوري په خپل کور کې وژل شوې ده.

نوموړې څه موده وړاندې له هېواده بهر د ماسترۍ د سند تر لاسه کولو وروسته بېرته کور ته ستنه شوې وه.

دبلخ ولایت پولیس وایې چې پېښه د مزار شریف د دریمې ناحیې په سیمه کې را منځ ته شوې ده.

د پولیسو په وینا ناپېژندل شوي کس اغلې توخۍ د چاکو په ګوزارونو وژلې ده.

پولیسو ویلي د پېښي په اړه ېې پلټنې پیل کړې دي خو تر اوسه یې په دې تړاو څوک نه دي نیولی.

د بلخ ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالرزاق قادري وايي:

(ټول جزئیات د پېښې د تورن له نیولو وړاندې رسنیو ته نه شو ویلی خو ډېر ژر به د دې پېښې اصلي عامل د قانون منګولو ته وسپارل شي).

اغلې توخۍ د شمال د بیان راډیو سره د سیمه اییزې خبریالې په توګه دنده ترسره کوله.

د دغې خبریالۍ کورنۍ ویلي چې دوی له چا سره شخصي دښمني نه لري خو تر اوسه پورې د دغې پېښې اصلي لامل نه دې په ډاګه شوی.

په شمال کې د خبریالانو ټولنیز بنسټ دا له خبریالانو سره تر ټولو ناوړه پېښه بللې او له دولت نه یې د دغې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې ده.

دوه میاشتې وړاندې هم په مزار شریف کې یو خبریال په ورته پېښه کې په خپل کور کې وژل شوی و.

دغه خبریال چې خالد یعقوبي نومېده د سیمه اییزې راډیو لحظه د خپرونو وړاندې کونکی و.

ورته مطالب