"امریکا دې پر افغان موضوع له نورو سره همغږې شي"

Image caption "افغانستان باید د بهرنیو هېوادونو د سیالۍ ډګر و نه اوسي".

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان د وضعیت په اړه له نورو هېوادونو سره د همغږۍ فضا ولټوي.

د ولمسشرۍ له دفتره په خپرې شوې یوه اعلامیه کې د ښاغلي کرزي له قوله ویل شوي چې افغانستان باید د بهرنیو هېوادونو د سیالۍ ډګر و نه اوسي.

ښاغلي کرزي دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي دانیل فلډ من او په کابل کې یې د دغه هېواد له سفير جیمز کنینګهم سره په کتنه کې کړې دي.

په دغه کتنه کې امریکايي چارواکو افغان ولسمشر ته د ولسمشرۍ د ټاکنو د بهير د وروستيو پرمختګونو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي کرزي وویل: "امریکا له پیل راهیسې د ټاکنو په بهیر کې فعاله ونډه لرلې ده ځکه نو د دغه بهیر په بریالي ډول پای ته رسولو کې باید خپل رول ولوبوي".

ولسمشر کرزي زیاته کړه چې د ټاکنو بهیر له حده وتلې اوږد شوی دی او د افغانستان خلک يې په ډېرې اندېښنې سره تعقیبوي.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان خلک غواړي دغه بهير ژر تر ژره بشپړ شي چې نوی ولسمشر او د هېواد راتلونکی حکومت خپل کار ژر پیل کړي.

تر دې وړاندې ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو د اوږده ټاکنیز بهیر پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.

دا مهال د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د واک د وېش په اړه له یو بل سره چنې وهي.

دواړو ډلو ویلي هڅې روانې دي چې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په اړه اختلاف ژر له منځه ولاړ شي.

د عبدالله ټاکنیزې ډلې غړی فضل رحمن اوریا ویلي، دواړه کاندیدان دا مهال پر هغو خبرو بوخت دي، چې د اختلافي موضوعاتو لپاره حل لاره ولټوي.

د تحول او تداوم ټیم ویاند فیض الله ذکي بي بي سي ته وویل:

"له هر ځل کتنې وروسته پرمختګ شوی، ددواړو ټیمونو طرحې او نظریات د خبرو بحث کې مطرح شوي او هڅه دا ده چې د ملي يووالي حکومت جوړولو لپاره دواړه ټیمونه سره هوکړې ته ورسېږي".

د دواړو کاندیدانو ترمنځ‌ د اختلاف لوی ټکی د اجراییوي مشر د واکونو پرسر دی،‌ چې د عبدالله ډله وايي، اجراییوي مشر باید د کابینې مشر هم وي، خو د اشرف غني ټاکنیز ټیم دا کار د اساسي قانون خلاف بولي.

ورته مطالب