سعادت: ټاکنو کمېسیون باید ګټونکی اعلان کړي

Image caption د دويم پړاو ټاکنو په تړاو د شويو ټولو شکايتونو څېړنه پای ته رسېدلې ده

نن (پنجشنبه، سپتمبر ۱۸مه) د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سعادت په یوه خبري غونډه کې وویل دوی خپله وروستۍ پرېکړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته استولې ده.

دغه کمېسيون وايي د دويم پړاو ټاکنو په تړاو د شويو ټولو شکايتونو څېړنه پای ته رسېدلې ده.

ښاغلي سعادت وویل د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوی د کار پر پایلو د اعتراض لپاره ۲۴ ساعته وخت لري.

نوموړي زیاته کړه که د ټاکنو کمېسیون د دوی پر کار کوم اعتراض و نه لري نو باید د ټاکنو ګټونکی اعلان کړي.

ښاغلي سعادت همدا راز وویل دوی پر خپلې ژمنې عمل وکړ او ولس یې په انتظار کې پرې نه ښود.

ده همدا ډول وویل د ټاکنیزو شکایتونو هغه کارکونکي چې په درغلیو کې یې لاس درلود به په تور لست کې شامل کړای شي او د راتلونکو ټاکنو لپاره به کمېسیون له دغه ډول کارکونکو پاک شي.

ښاغلي سعادت وویل د دوی له لوري په درغلیو کې د ښکېلو کارکونکو شمېر کم دی او په وینا یې ډېرې درغلۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کارکونکو له لورې تر سره شوې دي.

ټاکنو په اړه د جهادي رهبرانو اندېښنه

بل خوا جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو مشرانو د ټاکنو د بهیر د اوږدېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې تړاو د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو د مشرانو په ګډون نن له غرمې مخکې په ارګ کې غونډه وشوه.

جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو مشرانو د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ له خبرو اترو څخه د پایلې د نه ترلاسه کېدو له امله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

دوی ټینګار وکړ چې د افغانستان مشران باید ډیر ژر له نوماندانو سره خبرې وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې یوې موافقې ته سره ورسېږي.

پریکړه وشوه چې په غونډه کې حاضر مشران دې له دواړو کاندیدانو سره وګوري او یوې چټکې نتیجې ته د رسېدو لپاره دې له هغوی سره همکاري وکړي.

ورته مطالب